کندهاروالي له ښاريانوسره وليدل او دهغوی دکاروبار په اړه ئې پوښتنه وکړه

د دوشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات، مرستيال والي او يو شمېر د سکتوري ادارو رئيسان د ښار يو شمېر برخو ته ورغلل، له ښاريانو سره ئې وليدل او د هغوی د کاروبار په اړه ورسره وږغېدل.

کندهار والي حيات الله حيات د حضرت جي بابا په سيمه کي يوې نانوايي ته ورغلی، هلته ئې له دوکاندارانو سره په ګډه ډوډۍ وخوړل د دوی ستونزي ئې واورېدې او د کاروبار په اړه ئې خبري ورسره وکړې.

کندهار والي ښاريانو ته ډاډ ورکړ، چي ولايتي اداره به ئې ستونزو ته حل لاري لټوي، نوموړي غوښتنه وکړه، چي ټول ښاريان دي په پوره اخلاص سره د ولايتي ادارې سره همکاره پاته سي.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...