کندهاروالي: قانون د ټولو لپاره دئ او هيڅوک هم دقانون څخه پورته ندي

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات د هغو قومي مشرانو سره په ليدنه وکړې، چي له مودو راهيسي ئې د کورنيو تر منځ د مځکي پر سر دعوه ده.
کندهار والي حيات الله حيات د مځکي پر سر د راپورته سوي دعوې په اړه د دواړو لورو سره جلا جلا وليدل او وروسته ئې يادونه وکړه، چي موضوع حقوقي ده او محکمه به د دواړو خواوو اسناد په مکمل ډول وګوري او ورسته به ئې په اړه پريکړه وکړي.

کندهار والي د دواړو لورو خبري واورېدې او هغوی ته ئې ډاډ ورکړ، چي محکمه به د هغه چا په ګټه پرېکړه وکړي، چي مځکه ئې اصلي حق وي.

نوموړي يادونه وکړه، چي قانون د ټولو له پاره دئ او هيڅوک هم د قانون څخه پورته نه دي او قانون به همېشه د هغو کسانو په ګټه وي، چي هغوی پر حق وي.

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...