کندهاروالي د باران مؤسسې له عمومي رئيس او غړو سره وکتل

د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات د باران مؤسسې له عمومي رئيس ډاکټر سيد حسن شاه هاشمي او راغلو غړو سره په ولايت مقام کي وکتل، چي پرمهال يې د ولايت مقام دواړو مرستيالانو ( عبدالحنان منيب او حاجي اغلالي دستګيري ) هم حضور درلود.

لومړی د باران مؤسسې عمومي رئيس د دغه مؤسسې د قرارداد د نوي کېدو او راتلونکو فعاليتونو اړوند معلومات له کندهار والي حيات الله حيات سره شريک کړل او ويې ويل دتېر په څېر يې يوځل بيا دراتلونکو دريو کلنو له پاره قرارداد ترلاسه کړي او داځل غواړي دروغتيا په برخه کي خپل خدامات وړاندي کړي.

دغه راز ښاغلي هاشمي وويل، چي اوس مهال هم ددوی ترچترلاندي ۶۸۳ تنه کارمندان د روغتيا اړوند په بېلابېلو برخو کي په ځينو روغتيايې مرکزونو کي په دندو بوخت دي.

دوی دخپلو فعاليتونو دلاښه کېدلو په هدف دولايتي ادارې همکاري مهمه وبلل او په دې برخه کي يې دکندهاروالي حيات الله حيات څخه دهمکارۍ هيله وکړل.

په ليدنه کي کندهار والي حيات الله حيات د خپلي وينا پرمهال د يادي مؤسسې له مسؤلينو او استازو څخه مننه وکړه، چي د خپلو هيوادوالو لپاره په روغتيايې برخه کي خدمات وړاندي کوي او دروغتيا په برخه کي يې اسانتياوي رامنځته کړي دي.

ښاغلي حيات وويل روغتيا د انسان د ژوند له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي، چي بايد په جدي ډول سره ورته پاملرنه وسي.

دغه راز ښاغلي حيات د يادي مؤسسې مسؤلينو ته دچارو د لا ښه سمون په موخه د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او سپارښتنه يې وکړل ترڅو ټولي چاري دولايتي ادارې سره په همږغۍ ترسره او لومړنۍ اړتياوي په نظر کي ونيسي.

خبریال: سيد ستارمهتابي

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...