کندهاروالي دپوليو د ۲۰ فرعي روغتيايي مرکزونو پر جوړولو خوښي وښوده

د چهار شنبې په ورځ د عامي روغتيا وزارت ارشد مشاوير او د پوليو د پروګرام مشر هدايت الله ستانکزي او ورسره ملګري پلاوي له کندهار والي سره وليدل.

په دغه ليدنه کي دغه راز د عامي روغتيا د رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا ترڅنګ په کندهار کي د روغتيا په برخه کي د يوشمېر مرسته کوونکو ادارو استازو او مسؤلينو هم برخه اخيستې وه.

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت ارشد مشاوير او د پوليو د پروګرام مشر هدايت الله ستانکزي د چهارشنبې په ورځ له کندهار والي حيات الله حيات سره د هغه د کار په دفتر کي وليدل.

په دغه ليدنه کي ښاغلي ستانکزي وويل، په نژدې راتلونکي کي به په کندهار کي د پوليو د پروګرام له لاري په ښار او ولسواليو کي ۲۰ فرعي روغتيايي مرکزونه جوړ کړل سي، چي ورسره سم به د خلکو ګني روغتيايي ستونزي حل او په دغه برخه کي به اسانتياوي رامنځ ته کړل سي.

نوموړي دغه راز زياته کړه، چي د ورستيو اورښتونو او سېلابونو له امله له زيانمونو سوو کورنيو سره د همکارو مؤسسو په مرسته د لازمو موادو مرسته کوي او مرکز ورته د لا همکاريو داډ ورکړی.

د ده په خبره، دا مهال يې زياته توجه د بې خايه سوو په اړوند ده، څو خدای مکړه د پوليو خطر ناکه وايروس انتقال نه کړي، نو ځکه له همدې امله د پوليو د مخنيوي په برخه کي له بې ځايه سوو کار کوي.

پرهمدې مهال د روغتيا په برخه کي د يو شمېر مرسته کوونکو ادارو استازو له کندهار والي څخه وغوښته، څو د پوليو د مخنيوي په برخه کي له دوی سره همکاري وکړې او کار ور سره په ګډه وکړي.

دوی وويل، پوليو يوه خطر ناکه او دايمي فلج کوونکې ناروغي ده، چي د مخنيوي په برخه کي يې بايد ملاامامان، قومي مشران، مخور، سپين ږري، ځوانانو او ټول کسان کار وکړي، څو راتلونکی نسل مو د دغه ناوړه ناروغۍ ښکار نسي.

دغه راز کندهار والي حيات الله حيات د خپلو خبرو په پيل کي په کندهار کي د ۲۰ فرعي روغتيايي مرکزونو پر جوړولو خوښي وښوده او دايې د سيمي د خلکو لپاره يو ښه زېری وباله.

ښاغلي حيات وويل، رشتيا هم پوليو يوه خطر ناکه ناروغي ده او ژمن دی، چي د مخنيوي په برخه کي به يې د ټولو اړوند ادارو او ولس سره په ګډه همږغي کار کوي.

کندهار والي د ورستيو اورښتونو پرمهال د زيانمنو سوو سره پر خپل وخت د روغتيايي مرستو څخه هم مننه وکړه او وېويل، چي ټولو زيانمنو سوو، مریضانو او ټپيانو ته پر خپل وخت رسيدګي وسوه او درملنه يې تر سره سوه.

نوموړي ټينګار وکړ، چي دامهال په ټول هيواد کي د سولي او پوليو د خطر ناکي ناروغۍ د مخنيوي په برخه کي سخت کار روان دی، نو ځکه په کندهار کي يې هم دغه ټکو ته ښکاره پام دی او سخت کار به کوي.

هېره دي نه وي، چي په دغه غونډه کي د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم خبري وکړې او پرمهال يې کندهار والي ته په سرحدي سيمو کي د پوليو پر مخنيوي او واکسين باندي د ټينګار او ښه کارکولو له امله ډاډ ورکړ.

خبریال: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...