کندهاروالي ديو شمېر امنيتي ځواکونو او ولسي مشرانو سره وکتل

د سې شنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په خپل کاري دفتر کي د د يو شمېر امنيتي ځواکونو، د ژيړۍ او شاوليکوټ ولسواليو له مشرانو او د ښار د دوهمي ناحيې له اوسېدونکو سره په جلا جلا وختونو کي وليدل.

د يادو ليدنو او کتنو مراسمو ته زموږ همکار احمدشاه شاداب هم ورغلی وو او دغه راپور ئې چمتو کړی.
لومړی د امنيتي ځواکونو مسؤلينو کندهار والي ته د نوي دندي مبارکي وويل او له خپله اړخه يې ورته د پوره همکاريو ډاډ ورکړ همدارنګه يې ورته په چارو کي د برياليتوب هيله هم وښوده.


دغه راز د ژړۍ او شاوليکوټ ولسواليو يو شمېر مشرانو هم کندهار والي ته د نوي دندي د مبارکۍ ويلو ترڅنګ ورته په راتلونکي کي د ښه خدمت کولو هيله وښوده، همدارنګه يې په يو شمېر برخو کي د ستونزو يادونه هم وکړه چي د هغه د حل په موخه يې له کندهار والي څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.
په ليدنه کي کندهار والي له هغوی څخه د منني کولو ترڅنګ خوښي وښودل چي ولس د چارو د ښه سمون په موخه يې ملاتړ کوي، نوموړي له هغوی څخه د لا همکاريو غوښتنه وکړه.

وروسته د دوهمي ناحيې له اوسېدونکو سره د ليدنو نوبت راورسېد؛ د دوهمي ناحيې اوسېدونکو د کندهار والي د ورځنيو چارو ستاينه وکړه چي د کندهار ښار له اوسېدونکو او عامو دوکاندارانو سره له نژدې ويني او له ستونزو څخه يې ځان خبروي.
دغه راز راغلو مشرانو د يوې حقوقي دعوې د ستونزي يادونه هم وکړه چي د يادي دعوې د حل په موخه يې له کندهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ليدنه کي کندهار والي حيات الله حيات له راغلو مشرانو څخه د منني کولو ترڅنګ خوښي وښوده چي کندهاري ولسونه له ولايتي ادارې سره همکاره پاته دي او د چارو د ښه سمون په موخه يې ملاتړ کوي.
کندهار والي د هغوئ د حقوقي دعوې د حل په موخه اړوندي ادارې ته د تليفون له لاري لارښوونه وکړه چي ياده ستونزو بررسي او د حل لپاره يې څومره چي ژر کیږي اقدام وکړي.په ورستيو کي د قومي مشرانو له لوري کندهار والي ته د اعزاز لنګوټه ور وتړل او په چارو کي ئې د بريا هيله ورته وکړه.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...