کندهاروالي دعامو هيوادوالو سره دهغوی دستونزو دحل په موخه وکتل

دکندهاروالي حيات الله حيات وروسته له هغه، چي کندهار کي يې دنده پیل کړل، ددوشنبې ورځ دعامو هيوادوالو سره ليدني ته ځانګړې کړل.

هيوادوالو خپلي ستونزي په مستقيم ډول دوالي سره شريکي او کندهاروالي اړوند مسئولينو ته راجع کړې، ترڅو لازم اجراات صورت ونيسي.

ددوشنبې په ورځ دسهار څخه تر غرمې پوري کندهاروالي حيات الله حيات، مرستيالانو، دولايتي شوراغړي نعمت الله شيردلي او ټولو رئيسانو په حضور کښي دعامو هيوادوالو ستونزي واورېدې او دحل په موخه يې اړوند مسؤلينو ته هدايت وکړ، ترڅو قضيې بررسي او دخلګو ستونزي حل کړي .

دکندهاروالي حيات الله حيات سره په مخامخ ډول دکندهار ښار او سيمو اوسېدونکو ددوی په خوښه دملي پيوستون دپروژو دتطبيق، دحقوقي دعوو حل، دبنديانو دخوشي کولو او دسيلابونو دسببه د اوښتو زيانونو په اړه ستونزي شريکي او دحل غوښتنه وکړل.

کندهاروالي دعامو اوسېدونکو سره دهغوی دستونزو په حل کي دهرراز همکارۍ ډاډ څرګند کړ او وويل، چي دولت مکلفيت لري، ترڅو دملت ستونزو ته لاسرسی ممکن او پر دولت دخلګو باور زيات کړي.

ښاغلي حيات دغه راز زياته کړل، چي دولايت مقام دروازه دټولو اوسېدونکو پرمخ خلاصه او هره دوشنبه عام هيوادوال کولای سي ولايت مقام ته دستونزو دحل په موخه حاضر سي ترڅو ستونزي يې په مخامخ ډول داړوند ارګانونو سره شريکي او حل وفصل سي.

خبریال: نثاراحمد احمدي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...