کندهاروالي: حيواني خوراکه بايد يوه اوونۍ کي توزيع سي

کندهاروالي حيات الله حيات دزراعت رياست او اړمنو ولسواليو ولسوالانو ته هدايت وکړ ترڅو ژر تر ژره ټولو هغو مالدارانو ته حيواني خوراکه ورسوي، چي دزراعت وزارت له لوري ورته برابره سوي.

ددوشنبې په ورځ کندهاروالي حيات الله حيات په داسي حال کي، چي په ټولنيزو چاروکي دولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري ترڅنګ دکرهڼي او مالدارې رئيس او دريګستان، معروف، خاکريز، ميانشين، ښوراوک، غورک او شاولي کوټ ولسوالانو هم حضور درلود  سپارښتنه وکړل، چي هغه زرټنه حيواني خوراکه ژر تر ژره مالدارانو ته توزيع سي، چي اړوند وزارت برابره کړي ده. ښاغلي حيات وويل دا، چي مالداران تيري وچکالۍ سخت ځپلي نو اړينه ده ياده مرسته ژر تر ژره وويشل سي.

هغه دمسحقو مالدارانو پر سروې ټينګار وکړ او وويل، چي کوچيانو ته هم بايد ونډه ورکړل سي ځکه دهغه په خبره، چي دکوچيانو ژوند يوازي پر مالدارۍ ولاړ دي.

دغه راز په ليدنه کي د زراعت رئيس او ولسوالانو هم ډاډ وړاندي کړ، چي د سروي او توزيع په وړاندي کومه ستونزه نسته او د هدايت سره سم به ټولو هغو مالدارانو ته حيواني خوراکه ورسوي، چي حق دار يې وي.

په ليدنه کي د يادي خوراکې قرارداد کونکي هم ولايت مقام ته ډاډ ورکړ، چي زرټنه خوراکه يې برابره کړي او داړوند رياست په لارښوونه به يې اړينو سيمو ته ورسوي.

خبریال: نثاراحمد احمدي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...