په ولسوالیو کي باید دعدلي او قضايي ادارو څانګي فعاله سي

دغه څرګندوني د سې شنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات په خپل کاري دفتر کي د مرکز د استناف څارنوالۍ د عمومي رئیس جنرال سید عالم اسحاقزي سره د ليدني پرمهال وکړې، چي پکښي مرستيال والي عبدالحنان منيب، د استناف څارنوالۍ رئيس او استناف محکمې استازو هم ګډون کړی وو.

په لیدنه کي د کندهار د دوو نظامي څارنوالیو لپاره نوي ټاکل سوي څارنوالان هم کندهار والي ته ور وپېژندل سوه او د مرستیال والي له لوري د اړندو څارنوالیو مامورینو ته معرفي سوه.

د مرکز څخه راغلي د استناف څارنوالۍ عمومي رئیس جنرال سید عالم اسحاقزي وویل، چي د دې ولایت د نظامي څارنوالیو لپاره یې نوي څارنوالان ټاکلي، چي د کورنیو او بهرنیو جرمنو پر وړاندي يې د مبارزې څارنوالۍ لپاره خان محمد بلوڅ تېره اوونۍ کندهار ولایت مقام ته ور وپېژندئ او په دنده یې پيل وکړ.

دغه راز جنرال سید عالم اسحاقزي وويل، چي اوس مهال د استناف نظامي او ابتدائیه نظامي څارنواليو لپاره نوي ټاکل سوي څارنوالان کندهار والي حیا ت الله حیات ته ورپېژندل، هغه زياته کړه، چي د استناف نظامي څانوالۍ لپاره یې احمدشاه پوپل او د ابتدائیه نظامي څارنوالۍ لپاره یې عبدالولي مزاروال ټاکلي دي.

نوي ټاکل سوو څارنوالانو کندهار والي ته ډاډ ورکړ، چي د شرعي احکامو او اساسي قانون په ړنا کي د ولایتي ادارې سره به په پوره همږي دنده مخته وړي او هم به د فساد پر وړاندي جدي مبارزه کوي، چي د ولایت مقام څخه يې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

په وار سره کندهار والي حیات الله حیات راغلي پلاوي او نوو ټاکل سوو څارنوالانو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د نوو دندو مبارکياني وويلې او هيله يې وښوده، چي نوي ټاکل سوي څارنوالان ټولي کړني د قانون مطابق مخته یوسي، هغه زياته کړه، چي په ولسوالیو کي باید د څارنوالیو او محاکمو څانګي فعاله  سي.

وروسته د استناف او ابتدائیه نظامي څارنواليو لپاره نوي ټاکل سوي څارنوالان احمد شاه پوپل او عبدالولي مزاروال د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب له لوري د خپلو ادارو مامورینو ته وروپېژندل سوه او په دندو یې پیل وکړ؛ هغوی ته مرستيال والي عبدالحنان منيب سپارښتنه وکړه ترڅو قانون حاکم، عدالت تأمين او د فساد په وړاندي د مبارزې په برخه کي لا هم جدي اجراأت ترسره کړي.

خبریال:احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...