کندهاروالي:ولايتي اداره هڅه کوي چي د مېوې د تازه ساتلو لپاره سړې خوني جوړي کړي

دغه څرګندوني د سه شنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په خپل کاري دفتر کي د سوداګري او صنایع وزرات څخه د راغلي څو کسیزه پلاوي سره د لیدني پر مهال وکړې.

په لیدنه کي راغلي پلاوي چي مشري یې د سوداګري او صنایع وزارت د صنعتي پارکونو امر سید محسین سادات کوله وویل، چي غواړي  د کندهار په دامان ولسوالۍ کي په ۹۰۰ جریبه مځکه کي زراعتي صنعتي پارک جوړ کړي، هغه زياته کړه، چي دوي په کندهار کي د زوړ صنعتي پارک څخه به هم لیدنه وکړي او دلته به خدماتو د عرضه کولو او اسانتیاوو د رامنځه کولو په برخه کي سروې تر سره کړي.

دغه راز ښاغلي سادات زياته کړه، چي په کندهار کي به د زراعتي مېوو د پروسیس لپاره نوی صنعتي پارک جوړ کړل سي چي په خبره یې لومړنۍ سروې به یې تر سره او په راتلوونکي کي به ورباندي کار پیل چي تر بشپړېدلو وروسته به ګټي اخیستني ته وسپارل سي.

په لیدنه کي کندهار والي حیات الله حیات راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وويل، چي د نوي صنعتي پارک جوړول به د کندهار او جنوب لودېځي حوزې د ولایتونو پر اقتصاد مثبت تاثیر ولري.

ښاغلي حیات وویل، چي لومړي باید د مېوو د ساتلو لپاره سړې خوني جوړي کړل سي څو مېوې د زیات وخت لپاره ساتلي سي او د هر فصل مېوه د کال په ټول فصلونو کي پیدا کړل سي، دغه راز ښاغلي حيات د سروې ټيم ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د هر ډول همکاري‎ ډاډ هم ورکړ.

خبریال: آرين

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...