کندهاروالي:ولايتي اداره دملکي وګړو ژوند ته پاملرنه خپل مسؤليت ګني

کندهار والي حيات الله حيات دغه څرګندوني د سه شنبې په ورځ په ولايت مقام کي د ملکي وګړو د خونديتوب شورا او کاري ګروپ له غړو سره په يوه ګډ مجلس کي وکړې.

په دغه غونډه کي د سيويک يا په جنګ کي د ملکي وګړو د خونديتوب ادارې د کندهار د زون مسؤل محمد مقصود ضمير او ددغه کاري ګروپ د ښار او ولسواليو غړو برخه اخيستې وه.

په غونډه کي لومړی په کندهار کي د ملکي وګړو د خونديتوب ادارې د کندهار مسؤل محمد مقصود ضمير خبري وکړې او پرمهال يې کندهار والي حيات الله حيات ته د خپل کاري ټېم او فعاليتونو اړوند معلومات وړاندي کړل.

ښاغلي ضمير وويل، د ملکي وګړو د خونديتوب شورا او کاري ډله د کندهار ترڅنګ په ننګرهار، هرات او بغلان ولايتونو کي په عملياتو کي د ملکي وګړو د خونديتوب د عملي لارو د ښوولو په موخه په رضا کارانه توګه فعاليت کوي، چي په وينا ئې په ولسوالۍ کي ئې کارونو مثبي او ښې پايلي درلودلي دي.

دغه راز په کندهار ښار او ولسواليو کي د ملکي وګړو د خونديتوب ادارې غړو او د شورا ګانو استازو هم خبري وکړې او پرمهال يې له کندهار والي څخه وغوښته، څو د ملکي وګړو ژوند ته خاصه پاملرنه وسي.

دوی غوښتنه وکړه، چي ټولي نظامي او امنيتي ادارې دي د چاڼیزو عملياتو او خصوصاً د شپنيو عملياتو پرمهال له پوره همږغۍ څخه کار واخلي، څو د ملکي وګړو ژوند او عامه شتمنيو ته پاملرنه سوې وي.

قومي مخورو او د ولسواليو استازو بيا له ولايتي ادارې او ټولو امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چي د سېلابونو پرمهال يې د خپلو خلکو ژوند ته پوره پاملرنه وکړه او د زياتو ملکي وګړو ژوند يې د دغه طبعي ناورين څخه وژغورئ.

راغلو کسانو او د سيويک ادارې استازو همدارنګه له کندهار والي څخه وغوښته، څو د ښار په منځ کي ځني بندي سوي لاري او امنيتي موانع لېري کړي، څو د ښار ترافيکي ګڼه ګوڼه کمه سوې وي او خلکو ته اسانتياوي رامنځ ته سوي وي.

په ټوله کي دوی غوښتنه درلوده، چي په ښار او ولسواليو کي دي د ولس او دولت پر ملي يوالي کار وسي او په دغه برخه کي دي د دولت او خلکو تر منځ فاصله له منځه ولاړه سي او د امن او همکارۍ فضا دي رامنځ ته کړل سي.

وروسته په دغه غونډه کي کندهار والي حيات الله حيات خبري وکړې او پرمهال يې ټينګار وکړ، چي ولايتي اداره د ملکي وګړو ژوند ته په هره برخه کي پاملرنه کوي او دا يې د لومړي توبونو څخه دئ.

ښاغلي حيات وويل، دامهال په ټوله کي د ملکي وګړو زياته مرګ ژوبله د مخالفينو د ايښودل سوو ماينونو څخه ده، چي د عامو خلکو د تګ راتګ پر لاره يې ږدي او وروسته بيا زموږ بې ګنا هيوادوالو ته پکښي زيان رسېږي.

کندهار والي زياته کړه، هڅه کوي، چي په کندهار کي د امنيتي ځواکونو ګډ عمليات ټول په ښه همږغي سره ترسره سي او په دغه برخه کي ستونزي حل کړل سي او د ولس خونديتوب ته پکښي پوره پاملرنه وسي.

نوموړي دا هم وويل، چي هڅه به وکړي، څو په کندهار ښار او ولسواليو کي د عملياتو پرمهال د ملکي وګړو پر ساتنه او د دوی د خونديتوب اړوند هم عام ولس ته عامه پوهاوی ورکړي.

ده داهم وويل، چي د کندهار په ادارو کي به فساد له منځه وړي، کار به اهل کار ته سپاري او خلکو ته به په ګڼو برخو کي د دوی د خوښي سره سم اسانتياوي رامنځ کوي.

کندهار والي د سولي اړوند هم خبري وکړې او وې ويل، چي سوله او په لومړيو کي اوربند د ټول افغان ولس او حکومت غوښتنه ده، چي په دې اړه به هم د خپل ولس سره کار کوي، څو سوله راسي او اوربند وسي، هم به د ګڼو ملکي وګړو ژوند خوندي او وساتل سي.

کندهار والي حيات الله حيات په وروستو کي په جنګ کي د ملکي وګړو د خونديتوب د ادارې له غړو سره د خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

خبریال: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...