کندهاروالي:د ولايت مقام دروازه د عام ولس پر مخ خلاصه ده

دغه څرګندوني د دوشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په ولايت مقام کي په مخامخ ډول د زيات شمېر خلګو سره د دوئ د ستونزو د اورېدلو په موخه وکړې، چي پکښي سرپرست ښاروال او د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو هم ګډون کړی وو.

کندهاروالي حيات الله حيات وويل، چي د ولايت مقام دروازه د عام ولس پر مخ خلاصه ده او هر څوک کولای سي دخپل مشروع حق غوښتنه وکړي، د هغه په خبره، د دوشنبې ورځ يې د عامو هيوادوالو سره ليدني ته ځانګړې کړې، چي په همدې پلمه نن هم د کندهار زياتو اوسېدونکو خپلي ستونزي په مستقيم ډول د کندهار والي سره د حل په موخه شريکي کړې.

دغه راز د ليدني په ترڅ کي راغلو کندهاري اوسېدونکو هم دکندهار والي څخه د منني ترڅنګ خوښي وښودل، چي دوئ ته يې د مخامخ ليدلو زمينه برابره کړې ده او هر څوک بېله شرطه ولايت مقام ته راتلای سي ترڅو خپلي ستونزي له کندهار والي سره شريکي کړي.

دغه ليدنه کي دشاه ولي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکو خپله سيمه کي دروغتيايې مرکزونو،ښونځيو او ګڼو نورو پرمختياېې پروژو دپیل غوښتنه وکړل، چي په تطبیق سره يې دسيمي ستونزي حواريدلای سي.

ددې سره په څنګ کي دلويديځو ولسواليو او سېدونکو هم په ميرويس مينه کي دوچي ميوي دهغه مارکيت دجوړېدولو يادونه وکړل، چي مخکي ورسره دولت ژمنه کړي وه.

کندهاروالي سره مخامخ  ليدنه کي دغه راز د کندهار ښار او سيمو اوسېدونکو يو شمېر حقوقي او ټولنيزي ستونزي هم شريکي کړې او دحل په برخه کي يې داړينو اقداماتو هيله وښودل.

کندهار والي حيات الله حيات د مراجعينو دستونزو اورېدلو وروسته د اړوندو ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړل ترڅو دولس مشکلاتو ته لاسرسې ممکن او په اړونده برخو کي، چي ولس يې غوښتنه کوي اصولي اجراات ترسره کړي.

پاته دي نه وي، چي دغه اوونۍ يوازي حقوقي او ټولنيزو موضوعاتو ته ځانګړې سوې وه، چي راتلونکې اوونۍ به امنيتي موضوعاتو ته هم ځای ورکړل سي او خلګ کولای سي خپلي ستونزي دکندهاروالي سره شريکي کړي.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...