کندهاروالي:د فساد په وړاندي دمبارزې په برخه کي د ولس همکاري اړينه ده

دغه څرګندوني د پنجشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په ولايت مقام کي د زابل د مخکني والي بسم الله افغانمل، د ښار او ولسواليو يو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره د بېلا بېلو ليدنو پرمهال وکړې.

په غونډه لومړی ښاغلي افغانمل او راغلو مشرانو کندهار والي ته د نوي دندي د مبارکۍ ويلو ترڅنګ ورته په چارو کي د برياليتوب غوښتنه وکړه او هيله يې وښودل چي د کندهار د ولسونو لپاره به د اصلاحاتو د رامنځته کولو په برخه کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي ترسره کوي.

دغه راز ښاغلي افغانمل وويل : ستاسو په راتګ سره د کندهار ولسونه زیات د خوشحالۍ احساس کوي او ستاسو په راتګ سره به د دغه ولايت زياتو ستونزو ته حل لاري موندل سوي وي، نوموړي د مشرانو په استازيتوب د جمهور رئيس محمد اشرف غني څخه مننه وکړه چي د کندهار لپاره يې وړ، په کار پوه او مخکنيو دندو کي د ښو برياوو لرونکی کس د والي په توګه مقرر کړی.

دغه راز يو شمېر مشرانو هم ويناوي وکړې او د خپلو اړخونو څخه يې کندهار والي ته د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ، همدارنګه هغوئ له کندهار والي څخه غوښتنه وکړه چي د عدالت او قانون د حاکميت، د غصب او فساد په وړاندي د جدي مبارزې، د کندهار لپاره د برېښنا او کاناليزيسيون جوړولو، د نخي او فشمي فابريکې بيا فعالولو او په ښار کي د يو شمېر سړکونو د جوړولو په برخو کي د امکان ترحده هلي ځلي وکړي، ترڅو د کندهاري ولسونو ستونزي حل سوي او هغوئ له ګڼو اسانتياوو څخه برخمن سوي وي.

په وار سره کندهار والي حيات الله حيات له راغلو مشرانو څخه مننه وکړه او د هغوئ په ملاتړ باندي يې خوښي وښودل، د هغه په خبره : د کندهاري ولسونو لپاره به په هره برخه کي د اسانتياوو د رامنځته کولو هڅه کوم ترڅو ولس ته مو د ارام او هوسا ژوند زمينه برابره کړې وي.

همدارنګه ښاغلي حيات وويل : د چارو د ښه سمون په موخه به د مشرانو، ملاامامانو، ځوانانو، خوندو او مخورو سره وخت پر وخت مشورې کوم او د هغوئ نظرونو ته به ځانګړی ځای ورکوم.

هغه د فساد پر وړاندي د مبارزې په برخه کي د ولسونو همکاري اړينه وبلل او له هغوئ څخه يې په ياده برخه کي د بشپړي همکارۍ غوښتنه وکړه.

د يادوني وړ ده چي راغلو مشرانو کندهار والي ته په راتلونکي کي د ښه خدمت د ترسره کولو په موخه د اعزاز بګړۍ هم ور پر سر کړه.

x

دا هم وګورئ

کندهار والي د بادغيس د امنيه قومندان سره وکتل

د دوشنبې په ورځ د بادغيس امنيه قومندان جنرال خليل کندهار ولايت مقام ته راغلی ...