کرکـټ بورډ وايي: د اورښت او سیلاب ځپلو لپاره یو خیریه سیالۍ کوو

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيز الله فضلي له رسنېو سره په مرکه کې وویل: چې په هېواد کې د زیاتو اورښتونو او واورو له امله چې زموږ هېوادوالو ته زيان رسولی، د دوى د مرستې لپاره به په رارتلونکي نوي کال کې یو خیریه سیالۍ چمتو کړي او ددې سیالۍ ټولې پېسې به د افغانستان په جنوب او ټولو اورښت ځپلو او سیلاب ځپلو کورنېو ته ورکړي. دغه خیریه لوبه  به ۱۰ اوره وي او په پلازمېنه کابل کې به ترسره شي.

اورښتونو په زابل، غزني، کندهار او فراه ولایتونو کې پراخ زیانونه واړول، چې له امله یې په یادو ولایتونو کې زرګونه کورنۍ بېځایه شوې او یو شمېر هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

x

دا هم وګورئ

کندهار والي د بادغيس د امنيه قومندان سره وکتل

د دوشنبې په ورځ د بادغيس امنيه قومندان جنرال خليل کندهار ولايت مقام ته راغلی ...