کرني ته په عصري بڼه د ودي ورکولو په هڅه کي دي

د ارزګان ولایتي او د کرني ریاست مسؤلین وایي هڅي یې پېل کړې ترڅو کرونده ګر په عصري او معیاري بڼه کرنیز محصولات په لاس راوړي.

ځایې مسؤلینو دغه څرګندوني د وري پر څلورمه نېټه د کرني په ریاست کي د بزګر د ورځي په لمانځ غونډه کي وکړې.

د ارزګان ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کي نن د بزګر ورځي لمانځ غونډي پرمهال د ولایتي چارواکو په ګډون لسګونه بزګرانو هم برخه لرل.

د غونډي پېل کي د دغه ولایت د کرني ریاست رئیس احمدشاه خیري وویل دغه ریاست هڅي پیل کړي ترڅو کروند ګرو لپاره په بیلابیلو برخو کي اسانتیاوي رامنځته او کرنیز محصولات په عصري بڼه په لاس راوړل سي.

خیري وایي دوی هڅه کړې چې د شنو خونو، ماهیانو فارمونو، بادام او پیستو باغونو، اصلاح سوو تخمونو او کرونده ګرو ته د روزنیزو ورکشاپونو په جوړېدو سره کرنه عصري او حلال کښتونو ته وده ورکړي.

د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله  سعید هم بزګرانو ته د بزګر د ورځي د مبارکۍ ترڅنګ کرونده ګر د ټولني هغه قشر وباله، چې ټولو اوسېدونکو ته د حلالي نفقۍ راټولو په هڅه کې دي.

والي وایي له تیرو څو کلونو راهیسي د کرنیزو محصولاتو په عصري بڼه ترلاسه کولو لپاره هڅي پیل سوي او اوس مهال کرکېله د پخوا په پرتله عصري سوي او محصولات یې د پام وړ زیات سوي دي.

والي له کرونده ګرو وغوښتل چې د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي او پرځای یې حلال کښتونه وکري.

د دغه ولایت د ملي امنیت رئیس برید جنرال عبدالصمد شمس هم له کرونده ګرو وغوښتل چې حلال کښتونه وکري او هغه بوټي په خپلو ځمکو کې شنه نه کړي چې د ټولني د تباهۍ سبب کېږي.

شمس وایي سږکال هم یو شمېر کسانو په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کښت کړلی او دولت به ډیر ژر د هغوی پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

غونډه کې یو شمېر نورو برخوالو او بزګرانو هم د وینا پرمهال له مسؤلینو وغوښتل چې د هغوی سره نوري مرستي هم وکړي او په بیلابیلو برخو کې ورته اسانیتاوي رامنځته کړي.

د کرني ریاست کې د بزګر ورځي لمانځني پرمهال لسګونه بیلابیل ډول کرنیز محصولات  او څاروی هم ننداري ته وړاندي سول.

خبریال: اجمل وصال

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...