کرام الدین کریم د ۹۰ ورځو لپاره د فوټبال له مربوطو فعالیتونو منع سو

د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم د ۹۰ ورځو لپاره له فوټبال سره له تړلو ټولو فعالیتونو منع کړی دی.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د فیفا په قول راپور ورکړی چې ښاغلي کریم په دې موده کې په ملي او نړیواله کچه فوټبال سره له تړلو ټولو فعالیتونو منع شوی دی.

کرام الدین کریم د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د ریاست پر مهال د افغانستان د نجونو د فوټبال په ټیم کې په جنسي او فزیکي ځورونه تورن دی.

نوموړی پر خپل ځان لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دې قضیې د څېړنې امر کړی دی.

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...