کابلي طالبان په هنر د افغان ځواکونو د نوم بدي کولو هڅه کوي / سید عبدالله پاچا

کابلي طالبان که څه هم له جنګي طالبانو سره ځان په توپیر او دیموکرات ښيي خو په ډير هنر کار کوي چې طالبانو ته لابي وکړي او افغان حکومت تر څنګ افغان ځواکونه هم نوم بدي کړي.
تازه پېښه د کابل بګرامیو کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات و چې د ځمکو د یو غاصب ملا طوطي پرضد پیل کړي و او هڅه دا وه چې و یې نیسي.
تصادف دا و چې دې سیمه کې د ملا عبدالسلام ضعیف کور هم و، ملا سلام فکر کړی چې افغان ځواکونو د ده کور محاصره کړی او پر ځای د دې چې له افغان ځواکونو پوښتنه وکړي چې په چا پسې راغلي، رسنیو ته یې زنګونه وهلي چې کور یې محاصره دی.
سلام ضعیف وایي، کور کې نه و، خو کور یې محاصره و، نو چې کور کې نه وې بیا دې څنګه کور محاصره دی، که افغان ځواکونه هر کله وغواړي تا ونیسي، نو بیا دې ولې د ښار نورو برخو کې نه نیسي چې ته پکې ګرځي.
د ملا سلام ضعیف ماشومانو افغان ځواکونه کوڅه کې لیدلي چې چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، نو سمدستي یې زنګ وهلي چې هله کور یې محاصره شوی او ټول وطن یې په ځان خبر کړی دی.
کابلي طالبانو دې موضوع ته ځکه زیاته هوا ورکړه چې په دې سره غواړي افغان ځواکونه نوم بدي کړي چې ګنې افغان حکومت د سولې پروسې د سبوتاژ کولو هڅه کوي، خو وروسته هر څه په ډاګه شول چې هلته عملیات د ملا سلام ضعیف پرضد نه بلکې د ملا طوطي د نیولو لپاره و چې د ځمکو غصب تور دې پرې.
په دې نو اوس څوک ملامت دي چې د ملا سلام ضعیف کور له ملا طوطي سره کوڅه کې دی او هر کله چې د غلو پرضد عملیات کیږي ملا سلام به وایي چې دا عملیات د ده د نیولو لپاره پلان شوي دي.
افغان ځواکونه په ډير میړانه د ترهګرو او نورو جنایي مجرمینو پرضد عملیات کوي او د عملیاتو اجازه هغه مهال ورکول کیږي چې په تړاو یې کره شواهد او اسناد وموندل شي.
افغان ځواکونه بې مورده د هیچا کور نه پلټي او نه هم په داسې کس پسې ورځي چې هیڅ ګنا یې نه وي کړي.
خو دا چې طالبان او کابلي طالبان د افغان ځواکونو او افغان حکومت ته په کمین ناست دي چې څنګه یې نوم بدې کړي، نو بد تبلیغات کوي او د دې تبلیغاتو په بدل کې له مسکو، ایران او پاکستان پيسې اخلي.

x

دا هم وګورئ

طالب باید دولت کې مدغم شي، نه دولت طالب کې / نوید احمدڅرک

د طالبانو نظام او حشتونو ته په کتو ډيره اړتیا ده چې طالب په دولت ...