په پنجوائي ولسوالۍ کي ۳۵۵ پوليسو درې مياشتنۍ نظامي زده کړي وکړې

ددغو پوليسو د فراغت لپاره مراسم د سې شنبې په ورځ د پنجوائي ولسوالۍ په مرکز کي نيول سوي وه، چي پر مهال ئې د پنجوائي ولسوال، امنيه قوماندان، د ملي اردو سرتيرو، افسرانو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر د سيمي اوسېدونکو ګډون کړی وو.

فارغ سوو پوليسو ژمنه وکړه، چي په پنجوائي ولسوالۍ کي به د ولسونو د ښه امنيت لپاره له نورو پوليسو سره يو ځای کار وکړي.

دغه پوليس سرتيري د خپلواکۍ د ملي اتل شهيد سترجنرال عبدالرازق خان د روزنيز مرکز څخه تر دوو مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ سوي دي.

دوئ ته په دغه موده کي ټول نظامي قوانين او تکتيکونه ښودل سوي دي؛ د خپلواکۍ د ملي اتل شهيد سترجنرال عبدالرازق خان د روزنيز مرکز مشر سمونوال غلام رسول اڅک فارغ سوو سرتيرو ته په وینا کي وویل، چي تاسي د هيواد ريښتني ساتونکي ياست او له نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه د خپل ولس خدمت وکړئ.

د پنجوائي ولسوال فضل محمد اسحاقزي وویل، چي دغه تازدمه فارغ سوي سرتيري به ددې ولسوالۍ په بيلابيلو کليو کي ځای پر ځای سي.

نوموړي له فارغ سوو پوليسو څخه غوښتنه وکړه، چي د خلکو سره ښه چلند وکړي او د امنيت دښه تامين لپاره له ټولو امنیتي ارګانونو سره په ګډه کار وکړي.

د پنجوائي ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن لعل محمد او ددې ولسوالۍ لپاره د ملي اردو قوماندان جګړن حبيب الله نورزي د پنجوائي ولسوالۍ ولسونو ته ډاډ ورکړ، چي د دولت وسلوالو مخالفينو ته به هيڅکله اجازه ورنه کړي، چي پر دې ولسوالۍ د بريد هڅه وکړي.

دوئ ژمنه وکړه، چي د خپل ولس د ښه امنيت لپاره به د پوليسو ليکي نوري هم پياوړي او منظمي کړي.

د پنجوائي ولسوالۍ ګڼ شمېر قومي او ولسي مشرانو په دې فراغت غونډه کي له خپله اړخه ډاډ ورکړ، چي د امنيتي ځواکونو بشپړه ملاتړ به وکړي.

دغو قومي مشرانو د خپلو خبرو پرمهال وویل، چي په پنجوائي ولسوالۍ کي له امنيتي ځواکونو سره ولسي همکاري زياته سوې او دلته بشپړه امنيت تامين دی.

بايد وویل، سي چي تر غونډي وروسته فارغ سوو پوليسو سرتيرو ته دهغوی فراغت ليکونه هم ورکول سول.

دغه راز د کندهار امنيې قوماندانۍ د پنجوائي ولسوالۍ هغه پوليس سرتيري هم په ستاينليکونو ونازول، چي په خپله ولسوالۍ کي يې د ښه امنیت په موخه زيات کار کړی و.

خبریال: رحيم الله رحيمي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...