په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي دي.

دا سیلابونه د هرات په شینډنډ،زنده جان، غوریان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې راغلي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنيو ته وویل:

“په تأسف سره چې تر اوسه پورې د مرګ‌ژوبلې شمېره ۱۵ ته رسېدلې ده. په دې کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري شامل دي. زیاته مرګ ژوبله په غوریان، زنده‌جان، رباط سنګي او ځینو نورو سیمو کې اوښتې ده. سیلابونو زر کورنۍ زیانمنې کړي دي.”

شاوخوا یوه میاشت مخکې په هرات کې ورته سیلابونو ۷ کسان وژلي وو.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...