په زابل کي نوی ښوونيز کال د زنګ په وهلو سره پېل سو 

دپوهني رياست مسؤلين وايې لاهم په دې لسګونه ښوونځی د زده کوونکو پر مخ تړلې پاته دي.
بل لوري قومي مشرانو او مخورو بيا د پوهني رياست سره ژمنه وکړه چې د بندو ښوونځيو په خلاصولو کې به زياته همکاري وکړي.
د زابل ولایت د پوهني ریاست مسوولین وایي، لا هم لسګونه ښوونځی د زده کوونکو پر مخ تړلي دي، چې له امله یې لسګونه زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
د پوهنې ریاست چارواکو دغه څرګندونې په هغو مراسمو کې وکړې چې د نوي تعلیم کال د پرانېستی په موخه د دې ولایت د پوهنې په ریاست کې جوړ سوي و.
د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد وویل مخکې کلونو کی یې لا زیات ښوونځي تړلي و، خو په تېر کال کې وتوانېدل له هغې جملې زیات شمېر یې پرانېزي، خو لا هم ستونزې سته.


نوموړي وویل: دا مهال د مرکز کلات په شمول په بېلا بېلو ولسوالیو کې ۵۹ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي او په نوي کال کې به د دوی لومړیتوب د دغو مکتبونو بېرته پرانېستل وي.
زاهد وویل، چې د دغو ښوونځیو په بېرته خلاصېدو سره به نږدې شلو زرو هغو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره سي چې اوس ورڅخه محروم دي.
د زابل ولایت قومي مشرانو د خپلو ویناو په ترڅ کې د پوهنې له بهیر څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل: حاضر دي د تړلو ښوونځیو په بېرته پرانېستلو کې له دولت سره مرسته وکړي.


د دوی په وینا اوس ټول خلک د تعلیم په ارزښت پوهېدلي دي او د هلکانو تر څنګ خپلې نجونې هم مکتبونو ته لېږي.
دغو مشرانو خپلې هغه ترخې تجربې هم له ګډونوالو سره شریکې کړې، چې دوی د بې سوادۍ په خاطر تجربه کړې وې او زیاته یې کړه نه غواړي چې نوی نسل دغسې ستونزې وویني.
د زابل ولایت د پوهنې ریاست مسوولین په داسې حال کې د لسګونو ښوونځیو له بندښت څخه خبر ورکوي چې د درسي کتابونو، مسلکي ښوونکو او معیاري ودانیو د نشتوالي ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

خبریال: محبوب حکیمي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...