په استانبول کې پر مارش کوونکو خلکو اوښکې بهوونکی ګاز شیندل سوی

په استانبول کې د مظاهرو ضد پولیسو پر هغو خلکو چې د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو لپاره یې مارش کاوه، اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ.

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده.

په استانبول کې پرون په دې مناسبت په لاریون کې زرګونو کسانو ګډون درلود.

پولیسو پرون د استانبول مشهور استقلال پارک ته لارې بندې کړې وې.

د ترکیې پولیسو ویلي چې مظاهره چیانو له حکومته د کار اجازه نه وه اخیستي.

په استانبول کې تر دې وړاندې سلګونو کسانو په سوریه کې د ښځو او کوچنیانو د زنداني کېدو پر ضد مظاهره وکړه .

x

دا هم وګورئ

کندهار والي د بادغيس د امنيه قومندان سره وکتل

د دوشنبې په ورځ د بادغيس امنيه قومندان جنرال خليل کندهار ولايت مقام ته راغلی ...