ټولي سکتوري ادارې بايددخپلوفعاليتونو راپورله ولس سره شريک کړي

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات د ولايتي پرمختيايي کمېټې يا پي ډي سي په غونډه کي وکړې.

غونډه، چي د يکشنبې په ورځ په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، پکښي کندهار والي حيات الله حيات، مرستيال والي عبدالحنان منیب، کندهار ښاروال نسيم رضايي، د ګڼ شمېر سکتوري ادارو رئيسانو، د همکارو موسيساتو استازو او ځينو دولتي مامورينو ګډون کړی وو.

په غونډه کي اړونده رياستونو او د نړيوالو موسسو استازو له کندهار والي سره خپل تېر او راتلونکي پلانونه شريک کړل.

کندهار والي حيات الله حيات وايي، چي د ټولو سکتوري ادارو مسولين بايد د خپلو ترسره کړو فعاليتونو راپور پر وخت له ولايت مقام او ولس سره شريک کړي.

کندهار والي وویل، چي ټول ۸ سکتوره دي او هر سکتور مکلف دی، چي له ولس سره د خپلو فعاليتونو راپور شريک کړي.

نوموړي وویل، چي د ۱۳۹۷ کال هغه فعاليتونه، چي سکتوري ادارو ترسره کړي بايد له ولس سره شريک سي او دغه راز د راتلونکي ۱۳۹۸ کال لپاره به هم عيني پلان تطبيق سي.

کندهار والي وویل، چي ولس ته حساب ورکونه ددولت او خلکو ترمنځ فاصله کموي او متقابله همکاري زياتيږي.

په پي ډي سي يا ولايتي پرمختيايي غونډه کي کندهار والي دغه راز وویل، چي په کندهار کي د پرمختيايي پروژو د زياتوالي او په اغېزمن ډول د پروژو د تطبيق لپاره اړتيا ده، چي د ولايتي او ملي پروژو لپاره بيل بيل پلانونه جوړ سي.

نوموړي وویل، چي دهيواد په کچه پر ملي پروژو کارونه په منظم ډول پرمخ ځي نو اړتيا ده، چي په ولايتي کچه د کندهار د پرمختيايي پروژو لپاره جلا پلان جوړ سي ترڅو په دې ډول سره د مرکز او دغه راز نړيوالو همکارو موسيساتو څخه په منظم ډول پنډ تر لاسه کړي.

کندهار والي ښاغلي حيات ددې ترڅنګ وویل، چي د پروژو د ښه تطبېق لپاره مهمه ده، چي اړونده ارګانونه په خپلو کي پوره همږغي ولري ترڅو په دې برخه کي پرتې ستونزي پر وخت حل سوي وي.

په غونډه کي مرستيال والي عبدالحنان منیب هم خبري وکړې.

نوموړي وویل، چي ځينو ليري پرتې ولسواليوته پاملرنه زیاته او پرمختيايې برخه کي کارصورت ونيسي.

په ولايتي پرمختيايي غونډه کي دغه راز د ځينو سکتوري ادارو رئيسانو او د همکارو موسيساتو مسولينو د خپلو فعاليتونو په اړه کندهار والي ته خپل راپورنه وړاندي کړل.

د کندهار د اقتصاد رئيس غونډي ته په خبرو کي وویل، چي د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره پرمختيايي بودېجه راغلې او ډېر ژر به يې اړونده رياستونو ته واستوي.

د کندهار د عامي روغتيا رئيس هم خبري وکړې او د ميانشين، غورک، شاوليکوټ او پنجوائي ولسواليو کي د روغتيايي مرکزونو د جوړېدو په اړه يې  کندهار والي ته خپل راپور وړاندي کی.

د کندهار د زراعت رياست مسؤلينو بيا وویل، چي په نوي کال کي د بزګر د ورځي د لمانځني لپاره هم دولايت مقام سره په ګډه بشپړه چمتوالی نيول سوی او دا ورځ به په شانداره مراسمو سره ولمانځل سي.

کندهار والي حيات الله حيات هم اړونده مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، چي ددې ورځي د لمانځني لپاره لازم پلانونه جوړ کړي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...