يوازينی څه چي د ولسونو حقوق پکښي خوندي دي هغه قانون دئ

دغه څرګندوني د سې شنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات په خپل کاري دفتر کي د مرکز د لويي څارنوالۍ څخه راغلي د کورنیو او بهرنیو جرمنو پر وړاندي د مبارزې د څارنوالۍ د عمومي رئیس تورن جنرال شمس الله احمدزي سره د ليدني پرمهال وکړې، چي پکښي مرستيال والي عبدالحنان منيب او د ملي امنيت مرستيال هم ګډون کړی وو.

په ليدنه کي تورن جنرال شمس الله احمدزي وويل، چي موخه مو کندهار ولايت ته له سفر څخه د نظامي څارنوالیو لپاره نوي رئیسان ولايتي ادارې ته ورپېژندل دي، د هغه په خبره، چي د کندهار د نظامي څانوالۍ لپاره څارنوال احمدشاه پوپل، د نظامي ابتدائیه څارنوالۍ لپاره عبدالولي مزاروال او د دې ولایت د کورنیو او بهرنیو جرمنو په وړاندي د مبارزې د څارنوالۍ لپاره محمد خان بلوڅ ټاکل سوي دي.
ښاغلي احمدزي وویل، چي د څارنوالۍ په چارو کي باید د مداخلو مخه ونیول سي چي څارنوالان په ښه توګه د ولس دوسيې وڅېړي ترڅو د ولس باور نور هم پر څارنوالیو باندي زیات سي، نوموړي زیاته کړه، چي څارنوالۍ باید د امن په کور بدلي سي څو ولس د څارنواليو په موجوديت کي ځان خوندي احساس کړي، چي دا چاره یوازي د څارنوال په استقلالیت کي کېدای سي.


وروسته کندهار والي حیات الله حیات ښاغلي احمدزي ته ښه راغلاست ووایه او نوو ټاکل سوو څارنوالانو ته يې د نوو دندو د مبارکيو ترڅنګ په چارو کي د برياليتوبونو هيله وښوده، نوموړي وویل، چي یوازيني څه چي د خلکو حقونه پکښي خوندي ساتل سوي دي قانون دی او د هغه ښه تطبیق کولای سي، چي په ټولنه کي د جرمونو کچه کښته او د ولسونو باور پر دولت باندي زيات کړي.
دغه راز ښاغلي حيات نوو ټاکل سوو څارنوالانو ته د ولايتي ادارې په استازیتوب د پوره همکاریو ډاډ ورکړ او ويې ويل، که موږ وغواړو د ولس ملاتړ راجلب کړو بايد عدالت رامنځته کړو، د هغه په خبره هڅه کوو چي قانون تطبيق کړو ځکه بغير له قانون څخه بله لاره نه لرو.
په وار سره د کورنیو او بهرنیو جرمنو په وړاندي د مبارزې د څارونوالۍ رئيس محمد خان بلوڅ هم له مرکزي ادارې څخه مننه وکړه چي پر ده يې باور کړی او دغه دروند مسؤليت يې ورته سپارلی دی، هغه زياته کړه، چي د فساد پر وړاندي به مبارزه کوو، د قانون په پلي کولو کي به هڅه کوو او له عام ولس سره به ښه سلوک او برخورد کوو ترڅو د ولسونو ملاتړ مو لاهم را جلب کړی وي.

خبریال: سيد ستار مهتابي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...