ولسمشر ټرمپ په راتلونکیو ټاکنوکې د بري شعار موندلی دی

ولسمشرټرمپ وايي سوسیالیزم یوازې د حاکمې طبقې لپاره د قدرت زیاتول دي. ښاغلي ټرمپ همدا اوس د سوسیالیزم – ضد دغه شعار موندلی دی څو خپل دموکرات سیالان د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې پرې وټکوي او د خپل بري لاره پرې هواره کړي.

د امریکا د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو ته لا شل میاشتې پاتې دي، خو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپلې مبارزې لپاره همدا اوس یو شعار موندلی دی او هغه د سوسیالیزم – ضد دریځ دي چې خپل دموکرات سیالان د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې پرې وټکوي او د ځان لپاره د بريلاره هواره کړي.

د ساړه جنگ د زمانی له پروپاگندي کارتونونونه ٦٠ کلونه تیریږي ، خو سوسیالیزم لا تراوسه دامریکا په سیاست کې د یوې بلا په توگه پېژندل کېږي. لږ تر لږ د ولسمشر ټرمپ لپاره لاتراوسه پورې بلاده. هغه وايي: سوسیالیزم یوازې د یوه شي په برخه کې دی او هغه د حاکمې طبقې لپاره د قدرت زیاتول دي.”

x

دا هم وګورئ

کندهار والي د بادغيس د امنيه قومندان سره وکتل

د دوشنبې په ورځ د بادغيس امنيه قومندان جنرال خليل کندهار ولايت مقام ته راغلی ...