ولايتي شورا دهغه اقدام هرکلی وکړ،چي له دې وروسته به ټولي ښځينه ښوونځی دښځينه مديرانو لخوا رهبري کيږي

ولايتي شورا دغه راز د وزيرانو شورا د هغه  پريکړي څخه هم هرکلی وکړ، چي له مخي ئې په هيواد کي په ۲۶ شخصي لوړو زده کړو موسسو کي د طب پوهنځی لغوه اعلان کړې او له دې وروسته نه سي کولای، چي په طب پوهنځی کي نوي محصلين ونيسي.

د شورا په غونډه کي پر يوشمېر نورو موضوعاتو هم بحث وسو او په اړه ئې لازم تصاميم ونيول سوه.

د ولايتي شورا د يک شنبې ورځي نوبتي غونډه، چي د شورا د مرستيال حاجي عبدالقيوم بارکزي په مشري جوړه سوې وه پکښي د منشي ترڅنګ نورو غړو هم برخه اخيستې وه.

په غونډه کي د کندهار والي د هغه پريکړي څخه هرکلی وسو، چي له دې وروسته به ټولی ښځينه ښوونځی د ښځينه مديرانو لخوا رهبري کيږي.

د ولايتي شورا غړی حاجي نعمت الله خان شېردلی وايي دا اقدام د ټول کندهاري ولس غوښتنه ده او په دې سره به ډيري موجوده ستونزي حل سي.

ولايتی شورا دغه راز د وزيرانو شورا د هغه پريکړي څخه هم هر کلی وکړ، چي له مخي به ئې په هيواد کي ۲۶ د لوړو زده کړو موسسې له دې وروسته نه سي کولای په طب پوهنځی کي نوي محصلين جذب کړی.

د شورا غړی حاجي نعمت الله خان شېردلی وايي يادو پوهنتونو د طب پوهنځی شرایط نه سوای پوره کولای ځکه بندي سوي ؛ هغه غوښتنه وکړل، چي پر طب پوهنځی دی شرايط نور وضعه سي، ترڅو د طب په برخه کي مسلکي او با استعداده اشخاص ټولنی ته وړاندي سي.

ولايتي شوا دغه راز د سېلاب ځپلو سره د مرستي او سروې په برخه کي پر شفافيت ټېنګار وکړ او هيله ئې څرګنده کړه، چي دغه مرستي به په واقعي ډول سېلاب ځپلو ته ورسيږي.

پاته دي نه وي، چي د ولايتي شورا غړو په هيواد کي د سرتاسري سولي او زرغون کندهار په نوم يو شمېر ميوه لرونکي او بې مېوې نيالګي کښېنول او د ټولو هيوادوالو ئې وغوښتل، چي د پسرلي په راتګ سره په خپلو سيمو او تفريحي پارکونو کي يو يو نېالګی کښېنوي.

خبریال: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...