ولايتي شورا:د سنګين ولسوالۍ څخه بيا دلښکرګاه تر دوراهي پوري دبرېښنا نوی غځېدلی لين بې کيفيته دئ

د ولايتي شورا رئيس او غړو د يک شنبې ورځي په نوبتي غونډه کي پر يو شمېر موضوعاتو د بحث ترڅنګ تېره ورځ په هلمند کي د بزګر پر ملي ورځي ترهګريز بريدونه او په کندهار کي د ولسي جرګې پر غړي عبيدالله بارګزي غلچکي بريد په سختو ټکو وغندئ او وې ويل، چي دغه بريدونه به د سولي رواني هڅي د ځنډ او خنډ سره مخ کړي.

د ولايتي شورا د يک شنبې ورځي نوبتي غونډه، چي د شورا د رئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشري جوړه سوې وه، پکښي د مرستيال او منشي ترڅنګ نورو غړو هم ګډون کړی وو.

په غونډه کي لومړی تېره ورځ په هلمند کي د بزګر پر ملي ورځي او په کندهار کي د ولسي جرګې پر غړي عبيدالله بارګزي ترهګريز بريدونه په سختو ټکو وغندل سوه؛ شهيدانو ته د الله ج له درباره جنت فردوس، ټپيانو ته د عاجلي شفا، کورنۍ او دوستانو ته ئې د جميل صبر غوښتنه وکړه.

د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال وايي دغه ډول بريدونه د سولي روانو هڅو ته سپکاوی دی او په وينا ئې که چيري دغه ډول ترهګريز بريدونه نورهم دوام پيداکړي د سولي رواني هڅي به د ځنډ او خنډ سره مخ کړي.

د ولايتي شورا په غونډه کي له هلمنده تر کندهاره د برېښنا نوی غځېدلی لين تر بحث لاندي ونيول سوو او د بې کيفيتۍ په تړوا ئې يو تربله نظرونه تبادله کړل.

د برېښنا رياست د معلوماتو له مخي دغه پروژه  اصلا د افغانستان د اوبو او برېښنا وزرات مربوط ده او دغه نوی لين د سنګين ولسوالۍ څخه بيا د لښکرګاه تر دوراهي پوري غځېدلی دئ.

د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال وايي، د دغه پروژې لين بې کيفيته دي او کله چي په دغه لين کي د برق جريان عادي سي خپله پرې کيږي او د برق د تېرولو ظرفيت نه لري.

ښاغلی خاکريزوال وايي، دغه پروژه دوئ ته د منلو نه ده او دولت هم بايد دغه پروژه تسليم نه کړي بلکي د دې پروژې قرار دادي بايد استجواب کړي.

ولايتي شورا دغه راز د حبيبي واټ نوی جوړسوی سړک هم بې کيفيته بولي؛  په وينا ئې پر دغه سړک د باران اوبه دريږي او که چيري دوهم لاس قير نه سي امکان لري، چي په لږ موده کي کنډ او کپر سي.

د ولايتي شورا رئيس په دې تړاو د کندهار ښاروالۍ د توجه غوښتنه وکړه.

پاته دي نه وي، چي د شورا په غونډه کي د يوشمېر مراجعينو پر ستونزو او غوښتونو هم بحث وسو او د حل په موخه اړوند ادارو ته راجع سوه.

خبریال: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...