هند دسويلي حوزې اوسېدونکوته ۲۵۰ تحصلي بورسونه ورکوي

يادي څرګندوني کندهارکي ددوست هيواد هندوستان جنرل قونسل مدن سينګ بهانداري دکندهاروالي حيات الله حيات سره ليدنه کي وکړې.

ليدنه کي دواړو لورو پر دوامداره همکارۍ اوحسنه روابطو ټينګار وکړ.

کندهار کي دهند جنرل قونسل مدن سينګ بهانداري ددوشنبې په ورځ دکندهاروالي حيات الله حيات سره ليدنه کي هغه ته دنوي دندي مبارکي وويل او دخپله اړخه يې دباور ډاډ ورکړ.

دغه راز کندهاروالي حيات الله حيات هم ليدنه کي دهندوستان او افغانستان ترمنځ دښو اړيکو يادونه وکړل او دهند  مرستي يې دقدر وړ وبللې.

ښاغلي حيات دزراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ته په اشارې سره دچابهار بندر، تحصلي بورسونو، سپورټي لوبغالو او دغه راز نورو هغو مرستو قدرداني وکړل، چي هند دافغانستان سره کړي او لاهم دوام ورکوي.

کندهاروالي دغه راز ديادو سکټورونو دلاتقويې او دطب او انجنيرۍ په برخه کي دځوانانو پر روزنه ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړل،  چي دهند په مرسته کيدلای سي دسويلي حوزې ځوانان دغه تشه ډګه او مسلکي کادرونه ولرو.

ليدنه کي جنرل قونسل بهانداري هم ډاډ وړاندي کړ، چي هيواد يې ژمن دی ترڅو په بيلابيلو برخو کي دافغانستان سره مرستي وکړي او اوږه پر اوږه ددغه هيواد بنسټيز نهادونه تقويه کړي هغه وويل، چي سږکال هند دسويلي حوزې له پاره دوه سوه پنځوس بورسونه ځانکړي کړي، چي مخکي دغه شمير يوازي تر پنځوسو پوري محدود ؤ.

نوموړي دغه راز دزراعتي علومو اوټکنالوژۍ ملي پوهنتون يادونه هم وکړل، چي اوس پکښي درېيمه دوره محصلين په تدريس بوخت دي او هيواد يې ژمن دی، څو دغه لوی پوهنتون لاتقويه او دنورو پوهنتونو سره وصل کړي.

خبریال:نثار احمد احمدي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...