هلمند امنیه قوماندان:ورستیو عملیاتوکي مو ۷۹ تنه وسله وال مخالفین وژلي او ۲۲ نور ټپیان سوي

د هلمند امنیه قوماندان وايي : په بیلابیلو ولسوالیو کي يي د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات ترسره کړي ، چي د لسګونه وسله والو مخالفینو پر مرګ ژوبلې سربېره يي امنیتي پوښښ هم پراخ کړی دی.

د هلمند امنیه قوماندان سمونیار حسام الدین رسینو ته وویل ، چي د هلمند په بیلابیلو ولسوالیو ګرشک ګرمسیر ، نادعلی ، او سنګین لویه لاره کي هوايې او مځکني عملیات ترسره کړي ، چي پر مهال يي د وسله والو طالبانو د مشرانو په ګډون نهه اویا تنه وژل او ۲۲ نور يي ټپیان کړي دي.

دی وايي : عملیات له پلان سره سم او د امنیتي ځواکونو په همږغۍ روان دي ، چي موخه يي د وسله والو مخالفینو ځپل ، او سیمه کي پراخ امنیتي پوښښ رامنځ ته کول دي.

د ده په وینا اوس مهال د سنګین په لویه لاره ، ګرمسیر او نهرسراج ولسوالیو کي هغه سیمي ، چي په تیرو کلونو کي د دولت د وسله والو مخالفینو په لاس کي وې ، امن سوي دي ، او د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندي دي.

د امنیه قوماندان په وینا عملیات به جریان لري ، او هڅه کیږي ، چي د ملکي تلفاتو پوره مخنیوی وسي.

هغه دغه راز وویل : هغه سیمي ، چي اوس مهال تر دولتي کنټرول لاندي دي ، د امنیتي او کشفي اراګانونو په ګډه همږغی سره د ډاډمن امنیت څخه برخمني دي ، او په سیمه کي يي له خلکو سره په همکارۍ ، د لا نورو پرمختګونو لپاره مشورې رواني دي.

دا پداسي حال کي ده ، چي هوا د ګرمېدو په حال کي ده ، او پدغسي وختونو کي هلمند کي جګړه زور اخلي چي د امنیتي مسولینو په وینا پوره چمتوالی يي نیولی او په تعرضي حالت کي دي.

خبریال:مطمین

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...