هلمندکي دپرونۍ چاودني اکثریت ټپیانو درملنه سوې او کورونو ته رخصت سوي

د هلمند د عامي روغتیا رئیس وايي، د تیري ورځي د خونړۍ پېښي چاودني له امله د وروړل سوو ټپیانو درملنه په ښه توګه ترسره سوې، چي اکثریت يې رخصت سوي او یو شمېر لا هم تر درملني لاندي دي.

پرون شنبې ورځ د بزګر د کرنیز جشن لپاره ځانګړې سوې وه، چي د ولایت مقام څنګ ته کرزي سټډیم کي ورته پوره چمتوالی نیول سوی و، کرونده ګرو، مالدارو او بڼوالو د خپلو حاصلاتو نمونې ایښې وې، د هلمند والي د دولتي ادارو مسولین او سوداګرو له دې نمونو کتنه کول، چي ناڅاپه چاودنه وسوه، او خلک یوې بلي خوا ته په ځغاسته سوه په دې ترڅ کي دوهمه چاودنه هم وسوه، چي دولتي مسئولین او کرونده ګر يي ټپیان او شهیدان کړه.

ټپیان پر هماغه وخت د هلمند تر ایمرجنسي او بست روغتون پوري په چټکی ورسول سوه ، چي د هلمند د عامي روغتیا رئیس ډاکټرعبدالاحد حازم وايي ، د یکشنبې په ورځ يي اکثریت ټپیان سوې رخصت کړه ، او خپلو کورونو ته تللي دي.

دی وايي : یوازي شپږ تنه چي حالت يي تیره ورځ نازک و لا تراوسه تر درملني لاندي دې.

دی وايي د دې شپږو ټپیانو حالت اوس ښه سوی دی ، او په نږدې وختونو کي به د روغ صحت څخه برخمن سي.

بل پلو هلمند کي دیني عالمانو دغه ډول چاودني ناروا وبللې ، او په چاودنو سره ملکي خلکو ته زیان رسول ، او د هغوی وینه تویول يي په اسلام کي حرام یاد کړه او له وسله والو طالبانو يي غوښتنه وکړه  چي له دې ډول حملو څخه دې لاس واخلي.

د یادوني وړده چي ، په پرونۍ پېښه کي یو شمېر ماشومان هم زخمیان سوي دي ، چي اوس مهال تر درملني لاندي دي.

تیر کال هم د پسرلي په لومړیو شپو کي دغیږ بازی پر میدان دغه ډول یوه برید ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړول.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...