هغه ولسوالۍ،چي امنیت پکښي تامين دی عدلي او قضايي ادارو واحدونه دي پکښي فعاله سي

کندهار والي حیات الله حیات د چهارشنبې په ورځ د عدلي او قضايي ادارو د همږغۍ په میاشتنۍ غوڼده کي برخه واخیستل او د عدلي او قضايي ادارو د مسؤلینو څخه يې وغوښتل، چي په ټولو هغو ولسوالیو کي خپل اداري واحدونه فعاله کړي، چي امنیت پکښي تامين او لازيمي اسانتياوي موجودي وي تر څو په دې سره په ولسوالیو کي حکومتداري پیاوړې سي او خلک د عدلي او قضايي ادارو خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي.

د چهار شنبې په ورځ د عدلي او قضايي ادارو د همږغۍ په میاشتنۍ غونډه کښي د کندهار والي حیات الله حیات په شمول د استناف محکمې، استناف څارنوالي، عدليه، حقوقي، روغتیايي، امنیتي، کشفي، نظامي، دولتي او غیر دولتي حقوقي نهادونو مسؤلینو او استازو برخه اخیستې وه.

په غونډه کي د استناف محکمې د جزاء دیوان، د داخلي او خارجي امنیت په وړاندي د جرمونو دیوان او د اي، ایل، ایف نهاد مسؤلینو، د استناف څارنوالۍ، عدلیه او بشر حقونو خپلواک کمیسیون رئیسانو، د عسکري نطامي څارنوالۍ، ملي امنیت نظامي څارنوالۍ، امنیه قومندانۍ جنايي جرمونو په وړاندي مبارزې، عدلي طب، محبس مدیریت او ګڼ شمیر نورو ادارو مسؤولينو او استازو د خپلو برخو اړوند معلومات، ستونزي او وړاندیزونه شریک کړل.

د دوی د نظرونو، پیشنهادنو او غوښتونو تر اورېدلو وروسته کندهار والي حيات الله حيات وويل، موږ باید په ګډه د عدالت د تامین لپاره کار وکړو او پدې برخه کي د عدلي او قضايي ادارو د مسؤلینو وغوښتل، چي په هغو ولسوالیو کي، چي امنیت ډاډمن دی باید د څارنوالۍ، عدليې او محکمې اداري واحدونه فعاله سي تر څو په ولسواليو کي ښه حکومتداري پیاوړې سي.

کندهار والي وويل، د عدلي او قضايي ادارو د فیصلو تطبق مهم دی اود غونډي ټولو ګډونوالو ته يې ډاډ ورکړ، چي د دوی د فیصلو د تطبیق په برخه کي بشپړه همکاري کوي تر څو عدالت تامین سي او خلک د خپلو حقوقو څخه برخمن سي.

د کندهار د استناف محکمې رئيس قضاوتیار ذبیح الله ابراهيمي هم د کندهار والي د غوښتني په جواب کي وويل، چي دوی په ولسوالیو کي د محاکمو د پرانیستلو لپاره مخکي هم چمتوالی درلود او اوس يې هم لري او په خبره يې، چي د ولایت مقام او امنیتي ادارو تر اطمنیان وروسته به دوی د کندهار په ټولو ولسوالیو کي محاکم فعاله کړي.

د عدلي او قضايي ادارو د همږغۍ په ننني غونډه کي د ګن شمیر نورو موضوعاتو تر څنګ د کندهار د مرکزي زندان د کوچنیانو او ښځو د بلاکونو د وضعیت د ارزیابۍ لپاره د ټاکل سوي هئیت جزیات هم شریک سول او تر څنګ يې د کورنو د تلاښي پر مهال د څارنوالانو پر شتون، د ګرفتارۍ او تحقیق پر مهال د مدافع وکیلانو پرشتون او د غلا سوو اجناسو د اصلي قیمت معلومولو لپاره د اړوند ادارو د دقیقو معلوماتو پر شریکولو ټینګار وسوو.

خبریال: احمد بهیر احمدي

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...