نیالګي کښېنوئ، ژوند مو زرغون کړئ / سپوږمۍ پوپلزۍ

د اسلام مبارک دین د نیالګو کینولو په اړه داسې ارشادات لري: نبی اکرم (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي، که هرڅوک یو نیالګی کینوي او له هغې یو انسان او یا دالله (ج ) له مخلوقاتو څخه یو مخلوق یې وخوري، نو د هغه لپاره صدقه ده او همدا رنګه که چیري قیامت واقع شي او نیالګي مو په لاس کې وي نو ژر یې کینوئ.
طبي ماهرین او په ځانګړې توګه زراعت پوهان د نیالګو کینولو ډیرې ګټې راښېیي چې ځینې یې په دا ډول دي لکه:
یوه ونه د اتلس کسانو لپاره هوا تصفیه کوي، سیمه ورسره ښېرازه کیږي، د سیمې ښېرازتیا او سمسورتیا د ګردونو جذب او د اکسیجن د برابرولو اصل ته پیاوړتیا بښي، همدا راز د باران له وریدو او زیاتیدو سره مرسته کوي، غذایي مواد تولیدوي او د سختو بادونو مخه نیسي او دې ته ورته نورې ګټې هم لري.
هغه سیمي چې هلته کرنه کیږي ، بوټي او نیالګي کرل کیږي، شنه او سمسور باغونه لري، انسانان یې د هغو په پرتله ښکلي او تندرسته دي په کومو سیمو کې چې سوزنده دښتې دي، شین والی او سمسورتیا پکې نشته. تاسې که د غرونو او درو خلک ووینئ، په څېرو کې یې طراوت او تازه ګي لیدل کیږي، روغتیا یې د ښار تر خلکو ښه وي، غښتلې او ځواکمن وي، دا ځکه چې هلته هوا پاکه ده، غازات، دوړې او ګردونه نشته.
دا چې په دې ورستیو کې د زموږ د ښارنو هوا د ځینو لاملونو له کبله لکه : د موټرو او موټرسایلکو د تګ راتګ، د خښتو بټیو د لوګیو، د زرګونو نقلیه وسایطو د غازاتو او همدا راز په ښارونو او کلو کې پاکوالې ته د نه پاملرنې له امله هم چاپېریال او هم هوا ککړه شوې، نو په دې وخت کې د هر وخت په پرتله زیات نیالګیو او بوټو کېنولو ته ضرورت دی.
نه یواځې دا چې بوټې باید کېنول شي بلکه هغو نیالګیو ، ګلانو او بوټو ته هم باید پاملرنه وشي کوم چې د ښاروالۍ له خوا د سرک په منځ(جاده) او پارکونو کې کېنول شوي دي، ډیره بده ده چې زموږ یو دوکاندار ورور ټوله ورځ په فیسبوک، ګپ شپ او نورو بې ځایه کارونو مصروف وي خو دومره نشې کولې چې ترمخه بوټی یې د تندې مري هغه ته یو ګوټ اوبه واچوي او یا ورڅخه سالمه ساتنه وکړي خو له بده مرغه چې اکثراً دا فکر کوي چې دا د ښاروالۍ او یا هم د دولت دنده ده، چې ورڅخه ساتنه وکړي، دا باید له پامه و نه غورځول شي چې په سیمه او ټولنه کې سمسورتیا د هر انسان اسلامی او انسانی مسوولیت دی تر څو د خپل دوکان د مخې او په سیمه کې د نیالګیو او شنو بوټو څخه د یو پاک و سمسور چاپیریال درلودلو په مخه په ښه شان ساتنه وکړي.
اوس چې د بوټو او نیالګېو کېنولو په ګټو پوه شو، نو راځۍ چې ټول یو یو نیالګې کینوو او هغه نیالګي چې نورو کینولي ترې ساتنه وکړو تر څو موږ هم ددې هېواد په ابادۍ کې برخه اخیستي وي او خپله ایماني او ملي وجیبه مو پرځای کړي وي.
د یو سمسور او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان په هیله!

x

دا هم وګورئ

طالب باید دولت کې مدغم شي، نه دولت طالب کې / نوید احمدڅرک

د طالبانو نظام او حشتونو ته په کتو ډيره اړتیا ده چې طالب په دولت ...