مرستيال والي احمدشابابا لېسې ته د استادانو دمعاشاتو دستونزو دحل په موخه ولاړئ

د يکشنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب د بشري سرچينو د رئيس په ملتيا د احمدشابابا عالي لېسې ته ولاړئ او هلته يې د دغه لېسې د استادانو سره له نژدې وليدل، څو د معاشاتو د اجراء ستونزو ته يې حل لاره ولټوي.

په ليدنه کي لومړی د يادي ليسې استادانو له مرستيال والي څخه مننه وکړه، چي د دوئ د ستونزو د اورېدلو او د هغه د حل په موخه دغه ليسې ته ورغلی. هغوئ په يو شمېر برخو کي د ستونزو يادونه هم وکړه، چي له جملې څخه يې د معاشاتو پر وخت نه ورکول او د دغه ليسې د ادارې اړوند يو شمېر ستونزي د يادولو وړ دي چي د يادو ستونزو د حل په موخه يې له مرستيال والي څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.

دغه راز مرستيال والي عبدالحنان منيب  د خپلو خبرو پرمهال هغوئ ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چي د حق الزحمه معاشاتو ستونزه يې حل کړې او کولای سي سر له سبا خپل معاشات ترلاسه کړي. د هغه په خبره، چي ولايتي اداره هڅه کوي چي ټولو استادانو ته پر ټاکلي وخت معاشات اجراء کړي خو په وينا يې، چي په ځينو وختونو کي له مرکز څخه بودجه پر وخت نه ورته رسېږي.

همدارنګه ښاغلي منيب د دغه ليسې اداري کارمندانو ته سپارښتنه وکړه، چي په راتلونکي کي دي د استادانو معاشات بېله ځنډه پر وخت ورته اجراء کړي.

پاته دي نه وي، چي ښاغلي منيب د ټليفون له لاري د اړوندو ادارو مسؤلينو ته هم سپارښتنه وکړه چي د يادو استادانو د معاشاتو او اداري برخي ستونزو ته دي پر ټاکلي وخت حل لاري ولټوي.

 

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...