لښکرګا ښارکي ځايي اوسېدونکي دیوه سبزي مارکېټ دجوړوني مخنیوی کوي

د لښکرګا ښار د سمیټي سیمي اوسېدونکو ورورسته تر هغه په مظاهره لاس پوري کړ، چي په سیمه کي يې کلونه وروسته تجارانو د یوه مارکېټ بنسټ ډبره کښېښودل.

ځايې اوسیدونکي وايي: دغه مځکه باید دوی ته نومرې سي چي کورونه پر جوړ کړي، خو د سبزیو اتحادیه وايي: دلته يې د مارکېټ جوړوني لپاره قانوني اقدام پیل کړی دی.

تیره ورځ د لښکرګا ښار په لومړۍ حوزه کي د سبزیو لپاره د یوه معیاري مارکېټ جوړوني لپاره د بنسټ ډبره کښېښودل سوه ، خو نن د همدې سیمي ګڼ شمېر کلیوالو نارینه ښځو او ماشومانو لارې کوڅې بندې کړې دې ، او لاریون يي کړی دی.

دوی وايي : له کورونو يي ځوانان په عسکري لیکو کي شهیدان سوي دي ، او د دې دولت لپآره يي خدمت کړی دی ، خو پر دې مځکه چي شپېته کاله کیږي کور يي جوړ کړی ، خو لا هم په قانوني توګه ورته ویشل سوی نه دی.

دوی وايي چاته اجازه نه ورکوو ، چي د دوی په سیمه کي مارکېټونه جوړ کړي.

خو د دې مارکېټ جوړونکی او د سبزیو د هټيوالو د ټولني مشران وايي : دوی کلونه وروسته په دې وتوانیدل ، چي د یوه مارکېټ د جوړوني لپاره قانوني مراحل طی کړې ، خو پرون چي د ولایت مقام مرستیال او اړوند ادارو په همږغی دغه کار پيل سو ، نن ځايي خلکو مظاهره وکړه او خنډ يي جوړ کړ.

د هلمند مرستیال والي مجاهدالله صفاري دغه اقدام قانوني بولي او وايي ، د مارکېټ په جوړولو سره به دلته د هټیوالو او کرونده ګرو لپاره د محصولاتو یو معیاري ځای جوړ سي ، او د کرونده ګرو هغه غوښنته چي کلونه کلونه يي دولتي ادارې ته وړاندي کول پوره سي.

د یادوني وړده چي ، د سمیټې د خلکو د کورونو د قانوني کولو او نومرو کولو لپاره درې کاله د مخه اقدامات وسوه ، خو پر املاکي کارونو تر بندیز وروسته دغه کار تر دا اوسه ځنډیدلی پاته دی.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...