لنډه‌غرو سره به د ترهګرو چلند کیږي / نوید احمد څرک

کلونه د جګړې له درکه مافیا او نور نامسووله وسله وال پيدا شول او له دې درکه یې زیاتې پيسې ترلاسه کړې، خو اوس کلونه وروسته د دوی پرضد افغان حکومت، پولیس، ملي اردو، امنیت او ځانګړي ځواکونه جدي شوي چې په زور پرې قانون ومني.
دا ډلې چې ځینې یې د دولت له امکاناتو ګټه پورته کوي، له ترهګرو بدتر دي، قتل، اختطاف، باج ګیري، زور ګوی، غلا او نورې ناقانونه کړنې د نامسووله وسله والو لومړیتوب دی او کلونه یې په خلکو د ژوند ساحه تنګه کړې ده.
دا ډلې له پخوا ډير او اوس کم په دولتي چوکآټ کې ملاتړ له ځان سره لري، خو ورو ورو چې افغان ځواکونه یې پروړاندې جدي کیږي، د دولت دننه یې ملاتړ کمیږي او ځپل کیږي.
لنډه‌غر چې نامسووله وسله وال لري او هر ځآی او هر کله قانون ماتوونه کوي، په ډير افتخار سره په دې وطن کې ګرځي او فکر کوي چې هیڅوک یې مخه نه شي نیولی، خو له تېرو دوه کلونو راهیسې چې حکومت د دې ډلوپروړاندې جدي شوی دی، زیات شمېر یې نیول شوي، ځینې بې وسلې شوي اوځینې نور بیا یا پټ دي او یا ځانونه غلي کړي دي.
افغان ولسمشر او د ملي امنیت شورا پولیسو او ځانګړو ځواکونو ته امر کړی چې ترژره نامسووله وسله والو مخه ونیسي او هغوی چې پروړاندې یې دریږي، باید و یې ځپي.
زور واکي له دې درکه زیاتې پيسې په لاس راوړي او هر ځای او هر کله یې چې په توان پوره وي غلاوې، سړۍ تښتونه او باج ګیري کوي، خو له کومې ورځې چې افغان ځواکونه پروړاندې جدي شوي، له هغې ورځې د زور واکو هم زور ختلی دی.
دافغان حکومت دا اقدام د افغان ولس له هر کلي سره مخ دی، ځکه مخکې فکر کیده چې قانون یواځې د غریبو خلکو لپاره دی او زور واکي او چارواکي ترې مستثنی دي.
افغان ولس نور له نامسووله وسله والو او زور مندانو څخه په تنګ راغلی او ټینګار لري چې باید قانون په ټولو یو ډول پلي شي اوهیچا ته اجازه ور نه کړل شي چې ځان له قانون لوړ وګڼي.
ولس د زور واکو د ځپلو برخه کې له افغان حکومت او افغان ځواکونو سره دی او په دې برخه کې یې ستاینه کوي، همدا زور واکي دي چې خلکو باندې یې د ژوند کړۍ راتنګه کړې او نه یې پریږي چې د ارام ساه واخلي.
د زور واکو ځپل او له منځه وړل به اسانه نه وي، خو په تدریجي ډول کولای شي دا خلک له منځه لاړ شي او یا یې زور اوبه شي.

x

دا هم وګورئ

طالبان په رښتیا سره سولې ته ژمن دي؟ سپوږمۍ پوپلزۍ

د ژمي له پيل د پسرلي تر پيل د سولې خبرې تودې روانې دي، رسنیو ...