طالبان ملکیان د ګوډاګي په نوم وژني / سید عبدالله پاچا

د شنبې په ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه کې د بزګر ورځې په مناسبت جشن نیول شوی و چې زیات شمېر هلمندي بزګرو پکې خپل حاصلات، محصولات او تولیدات نندارې ته ايښي و، خو طالبانو د دوی په غرفو کې چاودیدونکي توکي ځای په ځای کړي و چې د بزګرو او نندارچیانو د ګڼې ګوڼي پرمهال چاودنه کړې .

طالبانو د دې برید مسوولیت په پوره جرات او ویاړ سره ومنه او بزګر او هلمندي نندارچیان یې ګوډاګیان یاد کړل، دا په خپل ډول کې کومه نوې خبره نه ده، ځکه طالب هر کله شمار پوره کوي او د وحشت او دهشت لپاره هر هغه کار کوي چې خپل بادار یې دستورورکړي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې وژل شوي او ټپيان ټول خلک مزدوران او ګوداګیان یاد کړي او دا برید یې داسې توجیه کړی چې وژل شوي کسان مرتد و او طالبان په دې برید سره غازیان شول.

همدا برید د طالبانو اصلي څېره په ډآګه کوي چې دا څومره پست او بند انسانان دي چې د افغانانو وژلو څخه خوند اخلي او بیا یې په مړو پسې هم خاندي.

طالبان له دې برید دوه موخې لري، یوه دا چې له دې برید یې هدف دا دی چې افغانان داسې ملي نندارو کې ګډون و نه کړي، افغانان هیڅکله خوښ و نه اوسي او افغانان هیڅکله خپلو تولیداتو، حاصلاتو او محصولاتو ته بازار موندنه و نه کړي، طالبان دا ډول کارونه د پآکستان په مستقیم دستور کوي چې افغانستان له هر ډول پرمختګ او افغانان له هر ډول خوښیو راوګرځوي.

بله موخه دا چې طالبان غواړي وښيي چې دوی د سولې د خبرو تر څنګ داسې بریدونه هم کولای شي چې د ملکي وګړو منځ ته چارواکي ورځي او دوی یې په نښه کوي، له دې برید دا موخه هم کیدلی شي چې هيڅکله افغان چارواکي د ملکي وګړو منځ ته ور نه شي.

طالبان چې په ډيره سپين سترګۍ سره لګیا دي کار کوي چې ځانونه مظلوم او پاک وښيي،تاسو به اوریدلي وي چې په مسکو او قطر کې طالبانو وویل چې دوی هيڅکله ملکي وګړو باندې برید نه کوي، او نه یې هم له ګڼي ګوڼي ډکو سیمو کې چاودنې کوي.

دا هر څه ددې لپآره نه لیکم چې طالبانو ګیله وکړم، بلکې دا دې لپاره چې نور باندې خلک د طالبانو په فریب دوکه نه شي، طالب د جګړې لپاره جوړه شوې پروژه ده چې هیڅکله سوله نه کوي او نه د دې وطن د ښیرازۍ لپاره کوم ګام اخلي.

طالب یواځې د دهشت او وحشت لپاره رامنځ ته شوی چې هر کله بنسټونه وران کړي، افغانان ووژني او افغانستان پرمختګ ته پرينږدي.

طالب ته د هر هغه چا وژل روا دي چې د دوی د جګړې او فکر خلاف دي، هلمندیانو ته د شنبې ورځې برید قربانیان ښکاره دي چې څوک قربانیان دي، ایا طالبان رښتیا وایي چې دولتي چارواکي یې وژلي او ټپيان کړي، ایا په رشتیا ۳۱ تنه ټپيآن ټول ملکي او نظامي چارواکي دي، خو ښکاره خبره ده چې نا، نو طالبانو له یوې خوا هلمندیان ووژل او ټپيآن کړل او بیا یې پرې د ګوډاګي ټاپه ووهله.

x

دا هم وګورئ

طالب باید دولت کې مدغم شي، نه دولت طالب کې / نوید احمدڅرک

د طالبانو نظام او حشتونو ته په کتو ډيره اړتیا ده چې طالب په دولت ...