سبا به د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلې یوه ورځنۍ لوبه وکړي

تمه ده چې سبا د کابل په وخت د غرمې ۱۲ بجې د هند په دهرادون کې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلې یوه ورځنۍ لوبه وکړي.

له پنځو یو ورځنۍ لوبو څخه تراوسه یوه افغانستان ګټلې، یوه ایرلنډ او یوه د باران له امله نه‌ده شوې.

له سبانۍ لوبې پرته به دواړه ټیمونه یوه بله یوه ورځنۍ مسابقه هم وکړي.

افغان لوبډلې په هند کې د دې لوبو په ترڅ کې چې د فبروري په ۲۱مه پیل شوي دي له ایرلنډه د شل اورونو درې لوبې ګټلې دي او د مارچ په ۱۵مه به له ایرلنډ سره یو ټسټ میچ هم وکړي.

x

دا هم وګورئ

کندهار والي د بادغيس د امنيه قومندان سره وکتل

د دوشنبې په ورځ د بادغيس امنيه قومندان جنرال خليل کندهار ولايت مقام ته راغلی ...