زموږ ښار زموږ کور دئ او په پاکولو کي به يې ټول په ګډه کار کوو

د سه شنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات، مرستيال والي عبدالحنان منيب، په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالی دستګيري، ښاروال محمدنسيم رضايي، دولتي چارواکو او کندهار ښاريانو په ګډه د ښار د پاکولو اشر پيل کړ.

کندهار والي وويل، له دې وروسته به هره مياشت د ښار د پاکولو او د اشر د دود د بيا راژوندي کولو په موخه په کندهار ښار کي د ټولو دولتي او غيري دولتي کسانو له لوري اشر تر سره کېږي.

د سه شنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات، مرستيال والي عبدالحنان منيب، په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري او کندهار ښاروال محمدنسيم رضايي د کندهار ښاريانو سره په ګډه د ښار د پاکولو اشر پيل کړ.

د ښار دپاکوالي اړوند د کندهار ښار اوسېدونکي او ولسي مشران د ښار په پاکولو کي د کندهار والي له لوري راپيل سوی اشر ستايي او دا د کندهار د جوړولو يو اساس بولي.

د سيمي خلک وايي، رښتيا هم کندهار والي دا ثابته کړه، چي د سيمي په بيا رغونه، د فساد په له منځه وړلو، او د پرمختيايي کارونو په ښه ترسره کولو کي لېوالتيا لري او کندهاريانو ته کار کوي.

په سيمه کي کندهار والي حيات الله حيات په خپلو خبرو کي ژمنه وکړه، چي له دې وروسته به کندهار ښار په مياشت کي هر ځلي په ګډه پاکېږي او د ښار د پاکولو کمپاين به کوي.

ښاغلی حيات وايي، ښار د ټولو کندهاريانو دی، مهمه ده، چي په پاکولو کي يې ټول کسان برخه واخلي، څو د اسلام مهم اصل، چي نظافت د ايمان يوه برخه ده، پر ځای سوی وي.

کندهار والي وويل، د ښار د پاکولو د کمپاین دود به بيا راژوندی کوي او دا کلتور ته به وده ورکوي، څو ښار پاک، سرسبزه او پرمختللی سي.

دا په داسي حال کي ده، چي کندهار ښاروالۍ د ولايتي ادارې په لارښوونه د سه شنبې په ورځ د کندهار ښار په ۱۵ ناحيو کي د ښار د پاکولو کمپاين پيل کړ او د اشر په ډول يې ښار پاک کئ.

خبریال: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...