زابل کي پر ۹۳۵ کورنیو دخوراکي او غیرخوراکي توکو دوېشلو لړۍ پیل سوه

ددې ولایت والي وايي ددې مرستو لړۍ به ولسوالیو ته هم وغځوي اومرسته سوي کسان په مرسته خوښ دي.
په زابل کي ددریو ورځو پرلپسې اورښتونو له امله په مرکز کلات او ولسوالیو کي تر لس زرو پوري کورنیو ته زیانونه رسېدلي دي.
دمحلي چارواکو په خبره چي لاهم یې په ولسوالیو کي دسروې ټیمونه بوخت دي ترڅو زیانمني کورنۍ په ګوته کړي.
دزابل والي رحمت الله یارمل وايي چې دوروستیو اورښتونو له کبله دلته په مرکز کلات یې ۹۳۵ کورنۍ سروې کړي چي نن یې د ډبلیو ایف پې موسیسې په مرسته یې دخوراکي او غیر خوراکي توکي دویشلو لړۍ پیل کړه .


ښآغلي یارمل زیاتوي چې په مرسته سویو توکو کې څلور ګونۍ اوړه،دوه پارسله دال، غوړي او دیوې کورنۍ د اړتیا وړ توکي شامل دي.
نوموړي زیاتوي چې دسروې له بشپړیدو سره په ولسوالیو کې هم دزیانمنو کورنیو سره مرستي وکړي.
دزابل دولایتي شورا ریس عطامحمد حقبیان وايي چې په مرکز کلات سربیره په ولسوالیو کې وروستیو اورښتونو او سیلابونو ګڼ کورونو او ګروندو ته زیانونه اړولي دي چې دامهال زیاتو مرستو ته اړتیالري.


حقبیان وايي چې باید مرکزي دولت دزیانمنو کورنیو سره نوري مرستي هم وکړي.
یوشمیر کورنۍ ته چې دا مرستي رسیدلي ورباندې خوښ دي او زیاتوي چې اورښتونو ورته ګڼ زیانونه اړولي،چې دمګړي زیاتو مرسته ته اړتیالري.
دوئ ددولت څخه غوښټنه کوي چې اقتصاد یې کمزوري دي او باید دکورنو په جوړیدو کې هم ورسره همکاري وکړي.
ددې مرستو لړۍ په داسي حال پیلیږي چې وړاندې هم په مرکز کلات او ولسوالیو کې دسلګونو کورنیو سره دخوراکي او غیر خوراکي توکو مرستي سوي دي.

خبریال: محبوب حکیمي

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...