زابل کي پرداخلي بې ځایه سوو کورنیو باندي دلمریزي برېښنا دتوکو دوېشلو لړۍ پیل سوه

دکډوالو چارو امر وايي چي دمرستو لړۍ به یې دوامداره وي.
مرسته سوي کسان پر مرستو خوښي ښیي،خودسرپناه نشت خپله لویه ستونزه یادوي.
مرکز کلات ته دبیلابیلو ولسوالیو څخه را کډه سویو کډوالو سره نن ددې ولایت دمهاجرینو ریاست لخوا دلمریز برېښنا دتوکو مرسته وسوه.
ددې ولایت دګډوالو چارو امریت سرپرست صفرخان صمیم وايي چي دوه سوو کورنیو ته یې مرسته دیونیسیار موسیسې په همکارۍ چمتو کړې وه چي هري کورنۍ ته دوه عدده یونیم سل واټه سولري هینداري،یوه بطرۍ اوکنټرولر یې دوې پایې باد پکې او نور اړین توکي ورکړل.
نوموړي زیاتوي هڅه کوي چي مرستي یې دوامداره سي او نور بې ځایه سویو کورنیو ته هم اړین توکي ورسوي.


مرسته سوي کسان پر مرسته سویو توکو باندې خوښي ښیي، خو زیاتوي چې ستونزي یې ډیري او باید دولت ورته پاملرنه زیاته کړی.
دوئ زیاتوي چې وروستیو اورښتونو کورنه ورنړلولي چې دامهال په کرایه کورونو او یاهم خیمو کي ژوند کوي دوئ تمه لري چې دسرپناه ستونزه یې هم دولت ورته حل کړی. دلمریزي برېښنا توکي پردغو بې ځایه سویو کورنیو باندي په داسي حال کي ویشل کیږي چې وړاندي تردي دداخلي بې ځایه سویو کورنیو سره دخوراکي توکو مرستي هم سوي وي.

خبریال: محبوب حکیمي

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...