زابلیانو دولایتي ادارې،سولي او فساد پر وړاندي دپېل سوي مبارزې ملاتړ وکړ

وکیلانو،قومي مشرانو،دیني عالمانو،میرمنو او ځوانانو په ټوله کي دولایتي ادارې دجدي اقداماتو ملاتړ او هرکلی وکړ
دزابل والي دولسونو سره ژمنه وکړه چې اصلاحات او دفساد پر وړاندې مبارزه به دوامداره وي
دا پراخه ولسي غونډه چې دبادام ګل په تالار کي جوړه سوې وه پکښي دزابل دمحلي چارواکو ترڅنګ وکیلانو،قومي مشرانو ،دیني عالمانو،میرمنو او ځوانانو ګډون کړي وو
په پارلمان کي ددې ولایت استازو حمیدالله توخي،سناتور ډاکټر زلمي زابلي او دولایتي شورا رئیس عطامحمد حقبیان وویل چې دنظام او سولي ملاتړ دهر افغان وجیبه ده چې ترسره یې کړي


دوئ وویل باید هغه ډول سوله ترسره سي چې دټول افغان ملت عزت ،آزادۍ او دنظام ټولي قربانۍ پکښي خوندي وي او دتړلو دروازو ترشاه نه بلکي په په واضح ډول چې جزیات یې ټول ملت ته روښانه وي وسي
دوئ زیاته کړه چې زابلي ولسونو هم هر وخت دخپل نظام لپاره قربانۍ ورکړي او ترهر چا یې وړاندې دسولي ږغ پورته کړي باید دسولي په روانو خبرو کې دوئ تمه چانس ورکول سي
دغو مشرانو همدارنګه دولایتي ادارې دفساد پروړاندې دوروستیو اقداماتو او اصلاحاتو ملاتړ وکړ او زیاته کړه چې ولسونه هم همیشه داصلاحاتو او دفساد پروړاندې دمبارزې غوښتنې کې دي اوباید دوامداره ترسره سي


قومي مشرانو،دیني عالمانو،ځوانانو او میرمنو هم په یوه ږغ دولایتي ادارې دفساد پر وړاندې دجدي مبارزې او دسولي ملاتړ وکړ او زیاته کړه چې دوئ تر دې هم دلازیاتو اقداماتو تمه لري او باید دمفسدو چارواکو پرځاي وړ او لایقو کسانو ته په ولایتي اداره کې ځاي ورکړل سي
دوئ زیاته کړه چې سوله باید بین الاافغاني او ټول اړخونه یې روښانه وي
دزابل والي رحمت الله یارمل دټولو زابلي مشرانو اوسیدونکو دپراخ او هر اړخیز ملاتړ له امله مننه وکړه اوزیاته کړه چې دولسي مشرانو او اوسیدونکو دغه ډول ملاتړ ددوئ روحیه لا هم دفساد دمخنیوي او اصلاحاتو راوستلو لپاره غښتلي کوی


دزابل والي ښاغلي یارمل وویل چې ددندې داولي ورځي څخه یې چې کومي ژمني کړی ددندې تر وروستۍ ورځ به پرخپلو کړو ژمنو ولاړ وي
دسولي په اړه دزابل والي وویل چې پرته دکومه قیدو شرطه دولت دسولي اعلان کړي او دوئ هم دولایتي ادارې دوازې دسولي لپاره پرانیستي دي
دیادوني وړده چې دغونډې په وروستیو کې دزابل والي،دنظامي ادارو مشرانو ته دمشرانو جرګې، ولایتي شورا، دقومونو دیووالي شورا او دیني عالمانو لخوا ترتیب سوي ستاینلیکونه وکړل سول او ورته داعزاز بکړۍ ورپر سر سولې.

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...