د کندهار يو شمېر ورزشکارانو له کندهار والي سره وليدل

د چهارشنبې په ورځ د کندهار د يوشمېر ورزشکارانو او د بېلابېلو ورزشي رشتو غړو د سپورټ او بدني روزني د رئيس مدير اغا په مشري له کندهار والي حيات الله حيات سره وليدل.

دوی کندهار والي ته د نوي دندي مبارکي وويل، او له هغه سره د ورزش په برخه کي د معلوماتو د شريکولو وروسته ستونزي هم د حل په موخه وړاندي کړې.

د کندهار د ورزش او بدني روزني د بېلابېلو رشتو غړو له کندهار والي حيات الله حيات سره وليدل او هغه ته يې د نوي دندي مبارکي وويل.

د ورزش او بدني روزني رئيس مدير اغا وويل، د ورزش او بدني روزني رياست مخکي امريت وو، خو اوس رياست سوی، چي ۸ کسه پرسونل او ۲۱ فدراسيونونه لري.

ده وويل، غيري قانوني کلبونه يې تړلي او د ورزش په برخه کي کار کوي، څو ولايتي، ملي او بيا وروسته نړيوالي اتلولۍ لاس ته راوړي.

مدير اغا دا هم وويل، چي په دې وروستيو کي يو جمنازيم هم ورته منظور سوی، چي ډېر ژر به يې د رغولو چاري پيل سي، دوی دغه راز له کندهار والي سره يوشمېر ستونزي هم شريکي کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.

وروسته کندهار والي حيات الله حيات خبري وکړې او ژمنه يې وکړه، چي د ورزش د برخي له کسانو سره به د يو همکار په صفت کار کوي او اسانتياوي به ورته رامنځ ته کوي.

ښاغلي حيات وويل، ټولي ستونزي د ورزش په برخه کي تعقيبوي او حلوي يې او آن هڅه به وکړي، چي د امکاناتو تر برابرولو او د قانوني مراحلو تر طی کولو وروسته په کندهار کي يو ورزشي کمپليکس هم جوړ کړي.

کندهار والي زياته کړه، چي د ورزش په برخه کي به ټورنمينټونه جوړوي، ورزشکاران به له نورو ولايتونو څخه دعوتوي او دلته به ورزشي سيالۍ تر سره کېږي.

هېره دي نه وي، چي راغلو ورزش کارانو کندهار والي ته کلان هم د ډالۍ او مبارکۍ په نيت ور په غاړه کړه او له هغه څخه يې د خدمت هيله وکړه.

خبریال: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...