د کندهار ولايت مقام خبرتيا

ولايت مقام ټولو سېلاب ځپلو کورنيو ته په ډېر درنښت خبر ورکوي، چي د تېرو سېلابونو پرمهال زيانمني سوي وي، خپلي غوښتني ( عريضې ) دي ولايت مقام ته نه راوړي ؛ په ولسواليو کي دي يې ولسوال او په مرکز ( ښار ) کي دي يې وکيل ( د ګذر مشر) ته وسپاري.

ترڅو د سروې ټيمونه هري زيانمني سوي کورنۍ ته ورسي او د هغوئ سروې وکړي، چي وروسته به په شفاف ډول ورته په پام کي نيول سوي مرستي ورسېږي.

x

دا هم وګورئ

د اوبو رسولو رياست خبرتيا

د کندهار د اوبو رسولو رياست خپلو ټولو مشترکينو ته خبر ورکوي، ترڅو د اوبو ...