د کندهار صرافانو له کندهار والي سره خپلي يوشمېر ستونزي شريکي کړې

د يکشنبې په ورځ په ولايت مقام کي د کندهار يو شمېر صرافانو او د صرافۍ د اتحاديو استازو له کندهار والي حيات الله حيات سره د يوې غونډي پرمهال خپلي يو شمېر ستونزي د حل په موخه شريکي کړې، چي پکښي د ولايت مقام دواړو مرستيالانو  عبدالحنان منیب او حاجي اغالالي دستګيري  او د کندهار د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال هم ګډون کړئ وو.

کندهار والي له راغلو صرافانو سره دهغوئ د ستونزو دحل ژمنه وکړل.

د غونډي په پیل کي د صرافانو استازو خبري وکړې او په حقوقي برخه کي يې د صرافانو ترمنځ ځني پرتې ستونزي له کندهار والي سره د حل په موخه شريکي کړې.

راغلو صرافانو وویل، چي ډېری مهال د صرافانو ترمنځ د ګډ کاروبار د نه شفافيت له امله ستونزي رامنځته کېږي، چي په خبره يې دا چاره د دې لامل سوې، چي د صرافانو پيسې ورکي او په صرافي مارکېټ کي د بې باورۍ فضا رامنځته سي.

دغه راز دوئ له کندهار والي او په ټوله کي له ولايتي ادارې څخه غوښتنه وکړه، چي د دغه ډول حقوقي ستونزو د حل په برخه کي ورسره مرسته وکړي.

په غونډه کي دغه راز د کندهار دولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال هم خبري وکړې او ويې ويل، چي د صرافانو ترمنځ د سته ستونز دحل لپاره بايد د ولايت مقام، ولايتي شورا او نورو اړوند ارګانونو ترمنځ يوه ګډه کمېټه وټاکل سي، ترڅو دغه ستونزي ته د حل لاره پيدا کړي.

په وار سره کندهار والي حيات الله حيات هم خبري وکړې او ويې ویل، چي کندهار د جرګو او مرکو مرکز دی، چي د ده په وينا دغه ډول ستونزي پکښي ډېر ژر حل کېدای سي، د هغه په خبره، چي د صرافانو د ستونزو د حل په برخه کي جدي دی او په دې برخه کي به د قانون په چوکاټ کي اقدام وکړي.

همدارنګه ښاغلي حيات پرصرافانو ږغ وکړ، چي په خپلو کي د حسابدارۍ يومنظم سيسټم رامنځته کړي ترڅو په راتلونکي کي دغه ډول ستونزي رامنځته نه سي، د نوموړي په خبره، چي ولايتي اداره دلته په کندهار کي د سوداګرۍ د پراختيا لپاره ډېر کار او هڅه کوي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...