د کندهار د ځوانانو مدني بنسټ کندهارکي ۱۲ سوه نيالګي کښېنوي

د یکشنبې په ورځ د دغه بنسټ مسؤلينو په کندهار کي د يوې لويي غونډي پرمهال وويل، پلان لري، څو د نوي کال په مناسبت د سولي او ملي يوالي د اتل شهيد عبدالرازق د واټ په اوږدو کي ۱۲ نيالګي کښېنوي.

په دغه غونډه کي په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام د مرستيال حاجي اغالالي دستګيري ترڅنګ، کندهار ښاروال، د دولتي ادارو غړو، د مدني ټولنو استازو، ځوانانو، مېرمنو او د خصوصي ښوونځيو زده کوونکو برخه اخيستې وه.

په دغه غونډه کي په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري وويل، رښتيا هم د کندهار ولايت ځوانان تر پخوا ويښ سوي، علمي استعدادونه يې پياوړي سوي او د هيواد پالني روهيه يې قوي سوې ده.

ښاغلي دستګيري له ځوانانو وغوښته، څو دا ډول هڅي لا هم پياوړي کړي او نور ځوانانو او خلک دې ته وهڅوي، چي د زده کړو ترڅنګ له خپل حکومت سره په ګڼو برخو کي کار وکړي.

کندهار ښاروال محمدنسيم رضايي وويل، د کندهار د ځوانانو مدني ټولني تل له کندهار ښاروالۍ سره په ګڼو برخو کي کار کړی او هر کله يې د ښار په سرسبزۍ کي همکاري کړې.

د ده په خبره، کندهار ښاروالي د ښاري پراختيا ترڅنګ دنده لري، څو د ښار پاکوالي او د زرغون چاپېريال لپاره هم کار وکړي، څو په راتلونکي کي يو زرغون او پاک ښار ولرو.

د کندهار د ځوانانو د مدني بنسټ مشر هم په غونډه کي خبري وکړې او وېويل، چي د ننني پروګرام څخه يې موخه د ځوانانو استعدادونه رابرسېره کول او د هغوی له نوښتونو څخه خلک خبرول دي.

ده وويل، يو داسي نندارتون يې هم پرانيستلی، چي پکښي د ښوونځيو د زده کوونکو له لوري د ضايعه سوو توکو څخه يو ځل بيا لاسي صنايع جوړ سوي او نندارې ته ايښودل سوي دي.

د يادوني وړده، چي په دغه نندارتون کي ۱۰ خصوصي ښوونځيو برخه اخيستې وه او خپل هغه توکي يې نندارې ته ايښي وه، چي د يوځل استعمال سوو توکو څخه جوړ سوي وه.

زده کوونکي وايي، له دې کار څخه يې موخه د ضايعاتو مخه نيول دي او د استعمال سوو توکو بيا ځل استعمال دئ.

خبریال: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...