د کندهار دپاسپورټ مديريت په ۱۳۹۷ کال کي لومړی مقام ګټلی

په همدې موخه د سې شنبې په ورځ د کندهار د پاسپورټ مديريت مدير سمونمل عبدالله عابد او د دغه مديريت مامورينو له کندهار والي حيات الله حيات سره په ولايت مقام کي وکتل چي پرمهال يې د ولايتي شورا غړي هم ګډون کړی وو.

په ليدنه کي ښاغلي عابد وويل، چي د کندهار پاسپورټ مديريت د ټول هيواد په کچه له ۹۳ کال څخه تر ۹۷ کال پوري د مرکز د انتخاب له مخي لومړي مقامونه خپل کړي، د هغه په خبره، چي لا به هم هڅه کوي چي په خپلو دندو کي ښه والی راولي ترڅو ولس ته د هر اړخيزه اسانتياوو د رامنځته کولو ترڅنګ شفافيت هم رامنځته کړي.


دغه راز په ليدنه کي کندهار والي حيات الله حيات د هغوی د هڅو او خدمتونو قدردانی وکړ او ويې ويل، چي دا د وياړ ځای دی چي د کندهار د پاسپورټ مديريت د ټول هيواد په کچه په پرله پسې ډول لومړي مقامونه خپل کړي دي.
دغه راز ښاغلي حيات هغوی ته سپارښتنه وکړه، چي لاهم خپلو ورځنيو چارو ته دقيق پاملرنه وکړي ترڅو لا هم بريالی او د دغه ډول لومړي مقامونو څخه برخمن پاته سي.
په ورستيو کي د مرکز له لوري چمتو سوې  تقدیرنامه هم د کندهار والي له خوا د ياد مديريت مسؤل ته وسپارل سوه.

خبریال: ويس آرين

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...