د کار او ټولنيزو چارو د رياست خبرتيا

د ولايت مقام د اداري غونډي د پرېکړي پر اساس د کندهار د دولتي مامورينو د وخت رژيم په روان ۱۳۹۸ ل کال کي په لاندي ډول تعين سوی دی.

د حمل د مياشتي د لومړۍ نېټې څخه د سنبلې د مياشتي تر اخيري نېټې پوري د کار وخت د سهار له ۳۰ : ۰۷ بجو څخه شروع بيا تر ۳۰ : ۰۲ بجو پوري، د پنجشنبې په ورځ د کار وخت د سهار له ۳۰ : ۰۷ څخه شروع بيا تر ۳۰ : ۱۲ بجو پوري بغير له وقفې څخه.

د روژې په مبارکه مياشت کي د کار وخت د سهار له ۰۰ : ۰۸ څخه شروع بيا د غرمې تر ۰۰ : ۰۱ بجې پوري د پنجشنبې په شمول.

البته توليدي، خدماتي، نشراتي، روغتيايي، مؤسسات، پوهني او د لوړو زده کړو کاري وختونه د دوئ د کاري خصوصياتو، لوايحو، مقرراتو او اقليمي شرايطو ته په کتلو سره په لومړي ۶ مياشتو کي خپل کارونه په اوونۍ کي د ۴۰ ساعتونو لپاره دي يې د کار د رژيم پر بنسټ جوړ کړي.

x

دا هم وګورئ

د ټرافيکو مديريت خبرتيا

د ټولو موټرانو مالکينو او متصرفينو ته خبر ورکول کېږي، چي د خپلو نقليه وسايطو ...