د نوي تعلیمي کال پیل او ژمنې / سپوږمۍ پوپلزۍ

د ۱۳۹۸ پوهنې کال پيل شو او ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د ښوونځي زنګ وواهه، د زنګ په وهلو سره ټولو سړو سیمو کې ښوونځي پيل شول او ددې کال لپاره ډيرې ژمنې شوي چې عملي به شي.

ولسمشر غني د تعلیمي کال د پرانیستې وینا کې ډاډ وښود چې یواځې سږ کال به ۲۷سوه ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شي او په دې کال کې د پوهنې وضعیت ډیر بهبود پیدا کړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني بله ژمنه دا وه چې ښوونکو د زده کړې کچه به تر څوارلسم ټولګي رسوي او دغه راز د ښوونکو لپاره به د معاشونو د لوړولو په طرحه کار وشي چې د ښوونکو ژوند ورسره جوړ شي.

ولسمشر باور ښودلی چې سږ کال به تړلي ښوونځي پرانیستل شي او دغه راز هغه ستونزه به هم حل شي چې زده کوونکي یې د کتابونو او قرطاسيې په برخه کې لري.

افغان حکومت د پوهنې بهیر ته ژمن دی چې په پښو یې ودروي، خو دا چې په دې هېواد کې جګړه ده ټولې برخې یې زیانمنې کړي چې د پوهنې بهیر یې هم زیات زیانمن کړی دی.

طالبانو په ځینو لیرې پرتو سیمو کې له ښوونځیو مرکزونه جوړ کړي او د دې لپاره چې په ښوونځي هوایي برید و نه شي، شپه او ورځ د زده کوونکو منځ کې وي چې له بریدونو خوندي وي.

طالبان دا کار د دې لپاره هم کوي چې ماشومان وډار شي او ښوونځیو ته لاړ نه شي، ځکه کله چې کورنۍ له اولادونو د مصوونیت ډاډ و نه لري، خود به خوده یې ښوونځي ته نه پریږدي.

طالبانو دغه راز ځینو سیمو کې په دې پلمه ښوونځي تړلي چې ګنې عصري زده کړې ورکول کیږي او دا زده کړې ماشومان بې لارې کوي.

دا سمه خبره ده چې اوس ښوونځیو کې د سخت دریځۍ ضد روحیه ورکول کیږي او طالبان چې تر ټولو زیات سخت دریځي دي، اجازه نه ورکوي چې ماشومان له سخت دریځۍ را وګرځي.

عصري زده کړې هیڅ دین کې منع نه دي او ټینګار پرې شوی دی، خو دا چې طالبانو ته یې بادار پاکستان وایي چې نباید ماشومان زده کړې وکړي د همدې لپاره د ښوونځیو مخه نیسي او اجازه نه ورکوي چې د پوهنې بهیر پیاوړی او ماشومان زده کړې وکړي.

پاکستان دا کار ځکه کوي، که ماشومان ابتدایه او منځنۍ زده کړې وکړي، د ژوند په لار پوهیږي او بیا هيڅکله طالبان نه شي کولای چې لیکو ته یې جذب کړي او د جهاد په نوم پرې پردۍ جګړه وکړي.

څومره چې خلک بې سواده لوی کیږي او زده کړو لیرې پاتې کیږي، همغومره طالبانو لپاره ګټه لري، ځکه سر یې خلاص نه وي او په اسانۍ سره کولای شي د جګړو لیکو ته یې جذب کړي او احساساتو باندې یې ځانمرګو بریدونو ته چمتو کړي.

x

دا هم وګورئ

طالبان په رښتیا سره سولې ته ژمن دي؟ سپوږمۍ پوپلزۍ

د ژمي له پيل د پسرلي تر پيل د سولې خبرې تودې روانې دي، رسنیو ...