د ننګرهار چارواکي: د طالبانو د ۴۰ کسیزې ډلې قوماندان ونیول سو

د ننګرهار چارواکي په‌دې ولایت کې د وسله‌والو طالبانو د ۴۰ کسیزې ډلې د قوماندان د نیول کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د ملاتراب په نوم دغه قوماندان تېره ورځ د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شو.

نوموړی وايي:

“د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په تور غر سیمه کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې‌یې د ملا تراب په نوم د وسله‌والو طالبانو د ۴۰ کسیزې ډلې قوماندان ملا تراب د څو نورو ملګرو سره یې ژوندی نیول شوی دی.”

د خوګیاڼي په خبره ملا تراب په سره رود ولسوالۍ کې ګڼې تروریستي حملې پلان او ترسره کړي دي.

د ننګرهار چارواکو د دې عملیاتو نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...