د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، طالبان قصداً د ښځو او ماشومانو تر شا پټېږي

د افغانستان دفاع وزارت او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وسله‌وال طالبان ګرم بولي چې په جنګ کې ملکیان سپر ګرځوي.

د نوي ۱۳۹۸ لمریز کال په پیل ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله زیاته شوې ده.

د دغو مرګ‌ژوبلو مسؤلیت وسله‌والو مخالفینو په خاصه توګه طالبانو او د ځینو هوايي بریدونو په خاطر افغان او بهرنیو ځواکونو ته راجع کېږي.

د ملکیانو د وژل کېدو په اړه تر ټولو وروستي رپوټونه له کندز، ننګرهار، هلمند او کندهاره راغلي.

رویټرز خبري اژانس د کندز د سیمه‌ییزو چارواکو په حواله ویلي چې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید سره ۱۳ ملکیان وژل شوي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په همدې تړاو د یکشنبې په شپه په یوه برښنا لیک کې ازادي راډیو ته لیکلي چې د کندز په عملیاتو کې د غیر محاربو خلکو د وژنې د ادعاو په اړه یې راپورونه ترلاسه کړي او په تړاو به یې ټول معتبر تورونه وڅیړی.

په لیک کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاندې دیبرا ریچارډسن زیاته کړې:

“موږ د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره هر لازم اقدام کوو، د طالبانو برعکس چې قصداً د ښځو او ماشومانو تر شا پټېږي.”

د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په برښنا لیک کې دا هم راغلي چې همدا جمعه او شنبه له طالبانو سره د افغان ځواکونو په ۳۰ ساعته جګړه کې د طالبانو یو مرکز وروسته له هغه تر هوايي برید لاندې ونیول شو چې په افغان پوځیانو یې بریدونه کول.

بهرنیو ځواکونو ویلي چې په‌دې عملیاتو کې ۹۴ طالبان وژل شوي.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...