د مستهلکينو د کمیسيون غړو له کندهار والي سره وليدل

دغه کمېسيون، چي د کندهار ولايت مقام له لوري د ځينو رياستونو په ګډون جوړ سوی په کندهار ښار او ولسواليو کي تر وخت تېر او بې کيفيته خوراکي او غيري خوراکي توکو راټول او له منځه وړي.

د کمېسيون غړو د يکشنبې په ورځ په ولايت مقام کي له کندهار والي حيات الله حيات سره د هغه د کار په دفتر کي وليدل او د خپلو ترسره کړو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.

په دې ناسته کي د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب او په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي د ستګيري هم حضور درلودی.

د مستهلکينو د کمېسيون غړي وايي، چي په کندهار ښار او ځينو ولسواليو کي يې په زياته اندازه تر وخت تېر خوراکي توکي او بې کيفيته مواد نيولي دي.

د تاريخ تېره خوراکي توکو د مخنيوي کمېسيون غړو کندهار والي ته وویل، چي د تيرو څو مياشتو راهسي يې د خپلو ترسره کړو فعاليتونو پر مهال په کندهار ښار او ولسواليو کي په زياته اندازه خوراکي او غيري خوراکي بې کيفيته توکي نيولي دي.

دکميسون غړو وویل، چي اوس هم دلته کندهار ته له ګاوندي هيواد پاکستان څخه خرابي د چرګ غوښي په قاچاقي لارو راځي، چي ددوی په وينا د غوښو او نورو خوراکي توکو د معاينې لپاره مسلکي ډاکټران هم نه لري.

دوی د خپلو خبرو پر مهال له کندهار والي سره د خپل کمېسيون اړوند ځيني ستونزي هم شريکي کړې.

د لابراتوار او ترانسپورټ نه شتون او د اړوند ادارو ترمنځ نه همږغي دوی د خپلو عمده ستونزه په توګه يادي کړې.

وروسته کندهار والي حيات الله حيات خبري وکړې.

ښاغلي حيات اړوند کمېسيون ته لارښوونه وکړه، چي په هره اونۍ کي يوځل په ښار او ولسواليو کي له ټولو اړونده ادارو سره په ګډه د بې کيفيته خوراکي او غيري خوراکي توکو دمخنيوي لپاره کمپاين وکړي.

کندهار والي وویل، چي په دې برخه کي د کندهار ښاروالۍ او عامي روغتيا رياست رول ډېر مهم دی او ددوی ترمنځ پر پوره همږغۍ يې ټينګار وکړ.

کندهار والي وویل، چي دلته په کندهار کي د نورم او سټنډرډ ادارې او يوه مجهز لابراتوار په برخه کي به سته ستونزي له مرکزي حکومت سره شريکي کړي او هغوی ته په دحل لاره پيداکړي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...