د قزاقستان ولسمشر له درې لسیزې واکمنۍ وروسته استعفا وکړه

د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایوف چې له شوروي اتحاده یې د خپل هېواد له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد مشري کوله، له دندې استعفا کړې.

په یوه ټلویزیوني وینا کې چې له مخکې ثبت شوې وه، نوموړی وايي، دا اسانه پرېکړه نه وه. ‘

ښاغلی نظربایوف له ۱۹۹۰ کال راهیسې د تېلو پریمانه شتمنۍ لرونکي قزاقستان بې له کومې لویې ننګونې واکمن و.

نوموړي د خپلې واکمنۍ پر مهال اقتصادي اصلاحاتو ته ډېره توجه وکړه او د سیاسي نظام له دیموکرات کولو سره یې مقاومت کاوه.

پرېکړه مې کړې چې د ولسمشر په توګه له خپل واکه لاس پر سر شم. ”

ښاغلی نظربایوف ۱۹۴۰ کال کې زېږېدلی و او هغه مهال یې چې هېواد د شوروي اتحاد برخه وه، نوموړی قزاقستان کې د کمونیست ګوند سکرتر ټاکل شوی و.

ښاغلي نظربایوف ویلي، د مشرانو جرګې مشر قاسم جمرت توکایوف به د سرپرست ولسمشر په توګه د ده ټاکلې مودې لپاره چارې سمبال کړي.

له خپلواکۍ وروسته نوموړی د ۱۹۹۹ – ۲۰۰۵- ۲۰۱۱ او وروستی ځل ۲۰۱۵ ټاکنو کې بیا ولسمشر وټاکل شو، خو بهرنیو مبصرینو د دې ټولو ټاکنو پر څرنګوالي نیوکې کړې.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...